«د بدخشان ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرنه کې لاس‌وهنه کړې»

په بدخشان کې د ولسي جرګې د نوماندانو ناظرین وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو بیا شمېرنه ښیي چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکیو له لوري درغلۍ شوي او دغو درغلیو ته په بیا شمېرنې کې پاملرنه نه کېږي.

د دوی په خبره، په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون چارواکي د خپلې خوښې‌وړ نوماند رایه له ۴ نه ۸ ته او له ۸ نه ۸۰ او ۱۰۰ ته پورته کوي.

دوی د درغلۍ ډېره برخه د دې ولایت د ټاکنو کمیسیون پر مشر ور اچوي او زیاتوي چې رییس په‌خپل هم وايي چې د کمېسیون کارکوونکي چې هر څه وغواړي کولی یې شي.

خو په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي یادې ادعاوې بې‌بنسټه بولي او وايي، د ۶۰ مرکزونو رایي بیاځلي په بریالي توګه شمېرل شوې دي او له تېرې ورځې راهیسې یې د ۲۰۰ نورو محلونو بیاځلي رایه شمېرنه پیل کړې‌ده.

په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر روح‌الله موسوي وایي چې د رایو بیا شمېرنه د د فیفا، تیفا او د نوماندانو ناظرینو په مخکې کېږي چې یوه کوچنۍ تېروتنه هم ناممکنه ده.

په بدخشان کې د فیفا استازی عبدالله حمیدزاده وایي چې دا بنسټ د رایو شمېرنې له بیاځلي بهیره جدي څارنه کوي؛ خو د نوماندانو ناظران بیا د نظارت پرځای د خپلې خوښې نوماند ته د رایو په راټولولو پسې ګرځي.

د رایه‌اچونې د صندوق د رایو او د پایلو جدول ترمنځ توپير، له ناامنو سیمو د رایې اچونې صندوقونو را ټولول، د پایلو په جدول کې د محل د رییس د لاسلیک او مهر نه‌شتوالی او له بایومټریک پرته کارول شوې رایي هغه ټکي دي چې د رایو شمېرنې په بیاځلي بهیر کې ورته باید پاملرنه وشي چې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې شي.

خو د نوماندانو ناظران وايي چې د ټاکنو کمېسیون نه یوازې ذکر شویو ټکو ته پام نه‌کوي، بلکې د ټاکنو په پایله کې لاسوهنه هم کوي، دا هغه ادعاوې دي چې د ټاکنو کمېسیون د چارواکیو له لوري رد شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام