د ولسي جرګې ځېنې معترض نوماندان د دې جرګې د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د دوی مدارکو ته د رسېدونې په پار د ملي او نړۍوالو بنسټونو په حضور کې د ځانګړې محکمې او یا کمېټې غوښتونکي شول.
دوې معترضانې هره یوه نجیبه فایض او فاطمه مبارز خبرداری ورکوي، که حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونهکړي؛ له خپلو پلویانو سره به په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ونهکړي.
دا معترض نوماندان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو وروستي پایلې نه مني.
د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې نېټې ټاکنو ډېرې تخنیکي او فني ستونزې لرلې چې د وروستیو پایلو د اعلان په اړه یې لا هم اعتراضونه روان دي.





