د ملي امنیت شورا کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې وځنډولې

له ارګ نه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ملي امنیت شورا نن غرمه‌ مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز او د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې ټاکنو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په غونډه کې د کندهار ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وړاندیز پرېکړه وشوه چې د کندهار پرونۍ پېښې له امله به په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېږي او نېټه به یې د ټاکنو کمېسیون اعلان کړي.

دغه راز د کورنیوچارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست په جلا وړاندیزونو او د ولسمشر په منظورۍ، د کندهار مخکېني امنیې قومندان جنرال عبدالرازق ته د سترپاسوالۍ او د یاد ولایت د امنیت مخکېني رییس جنرال عبدالمومن حسین‌خېل ته د ډګر جنرالۍ رتبې ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کندهار کې د یاد ولایت چارواکو او افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان سکاټ مېلر ترمنځ په سهیلي حوزه کې د ولسي جرګې ټاکنو په اړه امنیتي غونډه وشوه چې تر غونډې وروسته د یاد ولایت مقام ته څېرمه وسله‌واله نښته وشوه چې له امله یې د کندهار مخکېنی امنیې قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین‌خېل ووژل شول او د والي په ګډون یوشمېر نور ټپیان شول.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د یادې پېښې مسوولیت پرغاړه اخیستی، خو د پېښې څېړلو او د کندهار امنیتي وضعیت کنټرولو په موخه د ولسمشر په امر له کبله د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی یاد ولایت ته تللی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام