
نن ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود او رحمتالله نبیل ولسمشريزو ټاکنو ته ځانونه رسمي ونومول.
گلبدین حکمتیار، فضلالهادي وزین د لومړي او قاضی حفیظالرحمان نقي د دویم مرستیال په توګه غوره کړيدي.
ښاغلي حکمتیار اوسنی نظام کمزوری او فاسد وبللو ویې ویل، د اساسي قانون او لویې جرګې له لارې په اصولي ډول د نطام بدلون په لټه کې دی؛ خو پارلماني او فدرالي نظام نه غواړي.
ګلبدین حکمتیار اوسنی نظام د جګړې دوام عامل ګڼي او وایي، حکومت په هېواد کې د سولې ټینګښت کړنلاره نهلري.

احمدولی مسعود، فریده مومند خپله لومړۍ مرستیاله او لطیف نظري د دویم مرستال په توګه ټاکنیزه ډله کې غوره کړيدي.
ښاغلی مسعود وایي، ریاستي نظام هېواد کې ناکام او اصلی موخه یې پالماني نظام جوړول دي.
ښاغلي مسعود له فساد سرمبارزه، د عدالت تطبیق، په متوازنه توګه د واک او شتمني وېش او د لویې جرګې رابلل خپلې کړنلارې وبللې.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل، پهخپله ټاکنیزه ډله کې جنرال مرادعلي مراد، د لومړي مرستیال او مسعوده جلال د دویم مرستیالې په توګه غوره کړيدي.

د دغو کسانو په نوملیکنې سره د ولسمشري ټاکنو ته د نوماندان شمېر لسو ته ورسېد.
د ځېنو راپورنو لهمخې، ټاکل شوې سبا ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له خپلو مرستیالانو سره د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو په توګه خپل نومونه ولیکي.
د ولسمشري ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنې بهیر د مرغومي پر ۱۳ نېټه پیل او سبا یې وروستۍ نېټه ده.





