.jpg)
په کابل کې د ولسي جرګې معترضو نوماندانو چې سلګونه پلویان یې هم ورسره وو، یو ځل بیا د کابل په څلورو دروازو کې د اعتراض په توګه راټول شول او په دغه ولایت کې یې د بیاځلي ټاکنو کولو غوښتنه وکړه.
معترض نوماندان داوود کلکانی او لطفالله قریشي وايي، د کابل رایې دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له مخکینۍ پرېکړې سره سمې باطلې او د ټاکنو کمېسیون کمېشنران دې چې له نوماندانو نه یې د بریالي کېدو په بدل کې پیسې اخیستې، عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
دوی وايي، د ټاکنو کمېسیون چارواکیو ورسره خیانت کړی او پهکار ده چې په کابل کې بیاځلې ټاکنې وشي.
.jpg)
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د معترضانو د غوښتنو په اړه دقیق ځواب نهلري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې ملېحه حسن که څه هم مني چې د ټاکنو په پروسه کې ستونزې وې، خو ټینګار کوي چې معترض نوماندان دې په دغه برخه کې خپل اعتراضونه له اسنادو او شواهدو سره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري، څو هغوی یې وڅېړي او له مخې یې د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د کابل د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان څو ساعته وړاندې، په کابل کې د ټاکنو یو شمېر نوماندانو د کابل پایلې غیر رڼې وبللې او د دې حوزې د رایو باطلولو غوښتنه یې وکړه، خو د حکومت چوپتیا د اعتراضونو لمن پراخه کړې ده.





