
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې به له بایومټریک سېسټمه ګټه واخلي، خو تراوسه لا روښانه نهده چې د رایې ورکوونکیو بایومټریک کولو سېسټم یا Automated Fingerprint Identification Systems (AFIS) ۲۲ زره دستګاوې به پر ټاکلي وخت ټاکنو کمېسیون ته ورکړل شي کهنه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظالله هاشمي پهدې اړه سلاموطندار ته وویل، که د روان میلادي کال د اکټوبر تر ۱۰مې نېټې چې د تلې میاشتې له ۱۸مې سره برابره ده، د بایومټریک اړوند ټولې دستګاوې کمېسیون ته ونهسپارل شي، د ټاکنو کمېسیون به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګاڼې تر بایومټریک پرته وکړي.
د ټاکنو کمېسیون له ستر ملي اېتلاف سره په خپله لومړنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې تراوسه د بایومټریک ۴۵۰۰ دستګاوې افغانستان ته رسېدلي او د ټاکنو کمېسیون په واک کې دي. د ټاکنو کمېسیون د مرکزي احصایې ادارې سره تر جنجال وروسته وویل چې د بایومټریک دستګاوې په کمېسیون پورې اړه لري او که نورې ادارې چې موخه یې د مرکزي احصایې اداره وه، پهکې لاسوهنه وکړي، د بایومټریک سېسټمه به لاس واخلي.

په همدې حال کې د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید هم باوري نهدی چې د ټاکنو کمېسیون به د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک ماشینونه وکاروي او کهنه. د رشید په وینا، د ټاکنو کمېسیون هم پهدې اړه باوري نهدی او همدا لامل دی چې تراوسه یې د یادو ماشینونو د کارولو په اړه لایحه جوړه کړې نهده.
بلخوا د مرکزي احصایې ادارې رییس احمدجاوېد رسولي وايي، د بایومټریک سېسټم جوړولو شرکت د ژمنې له مخې به د بایومټریک ټول ماشینونه د اکټوبر میاشتې تر لسمې نېټې کابل ته راورسېږي.
جاوېد د سلاموطندار د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کابل ته د یادو ماشینونو د رارسېدو په اړه کوم ضمانت شته او کهنه، وویل د یاد شرکت هغې ژمنې ته په پام چې له مخې یې ۴۵۰۰ ماشینونه کمېسیون ته سپارلي، پاتې نور به یې هم په ټاکلي وخت کمېسیون ته وسپارل شي.
موږ وغوښتل چې پهدې اړه د اجراییه ریاست نظر هم واخلو، خو د یاد ریاست د ویاند مرستیال امید میثم پهدې اړه سلاموطندار ته وویل چې «پهدې اړه تراوسه څه نهلرو.»
د بایومټریک سېسټم کارولو په وړاندې داسې اندېښنې هم شته چې د هېواد په ډېرو برخو کې کېدای شي له دې سېسټمه ګټه وانهخیستل شي. ښځې کېدای شي په لریو پرتو سیمو کې تصویر اخیستو ته حاضر نهشي. دغه راز دا احتمال هم شته چې د یوشمېر کسانو ګوتې د ډېر کار له کبله سولېدلي وي او یاد سېسټم یې هم تشخیص نهکړي.

د ګوتو نښانونو پېژندلو دستګاه (AFIS) څه ته وايي او څه ډول کار کوي؟
د افغانستان حکومت دا دستګاوې له درمالوګ (DERMALOG) شرکته پيرلي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې سلاموطندار له یاد شرکته ترلاسه کړي، درمالوګ شرکت د تولید او بایومټریک نویو سېسټمونو جوړولو برخه کې ۲۰ کاله تجربه لري او د محصولاتو ډېره برخه یې په اداري؛ لکه: د مسافربرۍ شرکت د موټرچلوونکیو، روغتیايي مرکزونو کارکوونکیو، امنیتي ادارو، د لېږد وړ ټېلېفون امنیت او د بانکدارۍ چارو د ثبت برخه کې ده.
د دې شرکت مرکزي دفتر د المان په هامبورګ کې دی. د دې شرکت د فعالتیونو برخه کې لیکل شوي چې د نړۍ په ۸۰ هېوادونو کې ۱۵۰ دولتي ادارې او ۴۰ بانکونه د درمالوګ شرکت له لوري جوړ شوي بایومټریک سېسټمه ګټه اخلي.
افغان دولت چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د ګوتې نښان اخیستو لهپاره له درمالوګ شرکته پېرلي، د (Mobile Devices)له تولیداتو دي. درمالوګ دوه ډوله (Mobile Devices) طرحه کړي چې یو یې (SVT3000) او بل ډول یې هم (BPOS4000) دی. دا دواړه دستګاوې تېز لید لري او په اسانۍ سره په یو وخت کې د لېږد او تړلو وړتیا لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سلاموطندار ته ویلي، دا دستګاوې په انلاین او افلاین ډول کار کوي چې د ګوتې نښان اخیستو ترڅنګ، تصویر هم اخلي. د هاشمي په وینا، یادې دستګاوې ټیلیفون ته ورته جوړښت لري؛ نو کارول یې هم اسانه دي او همدا لامل دی چې د ټاکنو په ورځ د هر محل لهپاره یوه دستګاه په پام کې نیول شوې ده.

د ښاغلي هاشمي په خبره، د ټاکنو په ورځ د عکس په شمول د رای ورکوونکي شخص اطلاعات، پېژندپاڼه او د ګوتې نښه د ۱ دقیقې او ۴۰ ثانیو په مدت کې دستګاه ته داخلېږي او بیا له دې ډیواس سره نښلول شوی پرېنټر یو سټېکر پرېنټوي چې په هغه به ځانګړې شمېره او زمان پرېنټ شوی وي. دا سټېکر د رایورکولو پر ورقې نصبېږي او د هاشمي په وینا، د سټېکر لګولو دا چسب دومره قوي دی چې په اسانۍ له ورقې نه بېلېږي. د هغه په خبره، دا دستګا به ۱۰ ساعته چارج ساتلي او له هغه وروسته به پاوربانک هغه د ۷۲ ساعتونو لهپاره چارج کړای شي. نو د ګوتې د مخ له ثبته سرور ته اطلاعات لېږدول کېږي او پهدې سره به په اوتومات ډول د اصلي او مقلب شخص ترمنځ فرق وشي.
خو دا چې سرور به په څومره موده کې له ټول هېواده راټول شوي اطلاعات طبقهبندي او تحلیل کړي؛ تر اوسه نهده مشخصه. د احصايې مرکزي ادارې رییس احمدجاوید رسولي سلام وطندار ته وویل چې د نورو پلټنو له بررسیو وروسته به دا جزیات هم مشخص شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند د سلام وطندار د دې پوښتنې په اړه چې د افغانستان څو سلنه خاوره د انټرنېټ تر پوښښ لاندې ده وویل چې چې د افغانستان ۸۹ سلنه خاوره کې انټرنېټ کار کوي چې انټرنېټ د 2G او 3G او ځېنو لوی ښارونه د G4 سره وصل دي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، که د ولسي جرګې په ټاکنو کې دا ټکنالوژي وکارول شي؛ د ولسمشریزو ټاکنو لهپاره هم د رایورکوونکیو اطلاعات جمع کېږي او پهدې ترتیب به د ټاکنو کمېسیون کارونو کې هم اساني راشي.

د بایومتریک په اړه سیاسي کشمکش
د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د پراخو تقلبونو ادعاوې او د دواړو خواوو نه د سیاستوالو د مناقشاتو او د سیاسي نظام د له منځه وړلو تر حده مخکې ولاړل؛ خو د سیاستوالو او د امریکا د متحده ایالاتو د وخت د بهرنیو چارو وزیر په منځګړيتوب د ملي یووالي حکومت جوړ شو. د ملي یووالي حکومت یو رهبر د تېرو ترخو خاطرو د نه تکرار په پار د ټاکنو د اصلاح غوښتنه کړې وه، هغومره چې د ټاکنو نظام د اصلاح ژمنه شوې وه؛ په بشپړ ډول اصلاح نه شوه؛ خو د ملي یووالي حکومت مشران بریالي شول چې د ټاکنو په قانون کې اصلاحات راولي او د دې نوی قانون پر بنسټ، نوي کمېشنران د پخوانیو جنجالي مهرو پرځای وټاکل شول. د ملي یووالي حکومت اقداماتو او پسې جوخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رهبرۍ د کار میتود ونه توانېد چې د ټاکنو کمېسیون پخوانی بایلل شوی اعتبار بېرته اعاده کړي.
د ملي یووالي حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ نسبي اجماع په پایله کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وکولی شول چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي او په هغه پسې جوخت کمېسیون عملیاتي بهیر پیل کړ. سره له دې هر څه بیا هم د ټاکنو کمېسیون کمېشنرانو د ټاکنو د بهیر څرخ وچلولو. خو د لارې په منځ کې چې د ټاکنو کمېسیون په میلیونونو کسان د ټاکنو لهپاره ثبتنام کړي وو؛ بله ستونزه رامنځته شوه. سیاسي جریانونو او ګوندونو د حکومت او ټاکنو کمېسیون پر ضد دریځ ونیولو او د ټاکنو پروسې د درولو غوښتونکي شول.
د روان کال د سنبلې پر ۳۰مه نېټه د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله اعلان وکړ چې کېدای شي د ټاکنو په ورځ له بایومتریک سېستمه استفاده وشي. د دې څرګندونو ترڅنګ د افغانستان ملي اېتلاف ـ چې په هغه کې د ولسمشر محمداشرف غني مخالف سیاستوال دي ـ اعلان وکړ چې حکومت د هغوی له درېيوو غوښتنو نه یوې هغې ته ځواب وویلو، په همدې اساس دې اېتلاف له مخالفته لاس واخېست.
خو کهچېرې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بایومتریک ټکنالوژۍ استفاده ونهشي؛ ګوندونه به څه وکړي؟
ګوندونو وړاندیز کړی و چې د رایورکوونکیو ټول اطلاعات دې د بایومتریک ټکنالوژۍ پهواسطه راټول شي او بیا دې ټاکنې وشي. د هویت د ثبت پروسه هماغسې ټنکالوژيکي ده، لکه په کورنیو چارو وزارت او نورو دولتي ادارو کې چې د یو شخص هویت ثبتېږي. ګوندونو د رایورکولو په ورځ د رایورکوونکیو بایومتریک کولو باندې قناعت وکړ او په شا شول.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري غړی نوررحمان اخلاقي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، که حکومت ورسره دوکه وکړي؛ دوی به بیاځلي «مدني اقدامات» وکړي. د ښاغلي اخلاقي په وینا، د بایومتریک ټکنالوژۍ په اړه د ټاکنو کمېسیون توضیحات ګوندونو ته د منلو وړ وو.
هرګوره معلومه نهده چې د ولسي جرګې د ټاکنو تر ورځې پورې څه پېښېږي. د ولسي جرګې ټاکنیزې مبارزې روانې دي او کمېسیون ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو توکیو په لېږد بوخت دی.





