د ټاکنو کمېسیون ګونګسې رد کړې؛ ټاکنې نه ځنډېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د را روانو ولسي جرګې ټاکنو ځنډېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه بې‌اساسه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند سیدحفیظ‌الله هاشمي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ولسي جرګې ټاکنو ځنډېدو په اړه خپاره شوي راپورونه او ګنګوسې بې‌بنسټه دي او دغه کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو له‌پاره پوره چمتووالی لري.

د ښاغلي هاشمي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون شپه او ورځ کار کوي چې ټاکنې په شفافه توګه او په خپل ټاکل شوي وخت (د میزان په ۲۸مه نېټه) وشي.

ښاغلی هاشمي وايي، کوم کسان ـ چې د ټاکنو ځنډولو ګنګوسې خپروي ـ غواړي په دغسې ناوړه تبلیغاتو سره په ټاکنو د خلکو باور کم کړي او دا ملي پروسه نوم‌بدې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي همدارنګه وايي، د هېواد ۳۳ ولایتونو ته د ټاکنو اړوند ټول حساس او غیرحساس توکي رسېدلي او د تلې تر ۲۷ نېټې یا جمعې تر ورځې به د بایومتریک له‌پاره د روزنې چارې هم بشپړې او ټولو محلونو ته به ټاکنیز مواد ورسول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام