.jpg)
د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ یوشمېر مخور او اوسېدونکي وايي، که حکومت او د ټاکنو کمېسیون د یادې ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بیاځلي ټاکنو کولو پرېکړه ونهکړي، دوی به له حکومت سره خپلې اړیکې پرې او د جوزجان ـ بلخ لویه لار به هم وتړي.
د دوی په وینا، امنیتي ځواکونو د ټاکنو لهپاره د اقچې، منګجیک، قرقین، خماب او خانقا ولسوالیو امنیت نیولی نه و او له یادو ولسوالیو سره یې سیاسي لوبه کړې ده.
د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدشریف او حاجي باتور قل وايي، تر هغې یې چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنې منلې نه وي، خپلو مدني اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
دوی زیاتوي، ګڼ شمېر کسان په ټاکنو کې له ګډون نه بېبرخې شوي او حکومت باید ورته د رایورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخوا د جوزجان والي مولوي لطفالله عزیزي وايي، که د ټاکنو کمېسیون په اقچې، فیضاباد او خانقا ولسوالیو کې د بیاځلي ټاکنو کولو پرېکړه وکړه، امنیتي ځواکونه به یې بشپړ امنیت ونیسي.

خو جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس حمیدالله بلوچ اعتراضکوونکیو ته ډاډ ورکوي چې عرضپاڼې او غوښتنې به یې مرکزي کمېسیون ته ورسوي.
د جوزجان اقچې ولسوالۍ مشران او اوسېدونکي داسې مهال په ټاکنو کې د نهګډون په اړه اعتراض کوي چې وسلهوالو طالبانو د ټاکنو په لومړۍ او دویمه ورځ د یادې ولسوالۍ پر مرکز راکټي بریدونه وکړل او خلک یې له رایورکولو څخه بېبرخې کړل.





