
د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه لومړنی بهرنی غبرګون د عبدالله عبدالله له غبرګون سره مخ شو.
د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول د پیغام په غبرګون کې چې محمداشرف غني ته یې په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې، ویلي چې د جوزف بورل د مبارکۍ پیغام د افغانانو او ټاکنیزو ډلو د تمې خلاف او دغه راز د دغه بنسټ د بېطرفانه دریځنیونې خلاف کار دی.
عبدالله لیکلي چې ټاکنیزو کمېسیونونو د ولسواکۍ د اصولو او پروسې خلاف په لومړي پړاو کې یو نوماند ګټونکی اعلان کړ چې پایله یې د خلکو لپاره د منلو نه ده.
نوموړي په وروستیو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د همکاریو مننه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د مبارکۍ پیغام په اړه وضاحت ورکړي او خپل سم دریځ له افغانانو سره شریک کړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل د چهارشنبې په ورځ له محمداشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو له لارې هغه ته د ولسمشري ټاکنو د پایلې مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې یاده اتحادیه د اشرف غني په مشري له راتلونکي حکومت سره همکاري ته تیاره ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سهشنبې په ورځ محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلې له مخې، ښاغلي غني له ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه رایې وړې دي.
اړوند مطالب:
د اروپايي اتحادیې مبارکي او د «ملي انسجام پر ارزښت» د یوناما ټینګار





