د ټاکنو دویمه ورځ؛ په لومړۍ ورځ ۳میلیونو تنو ګډون کړی‌و

د دویمې ورځې له‌پاره د ولسي جرګې د ټاکنې د ۱۴ ولایتونو په ۴۰۰ مرکزونو کې پیل شوې.

دا مرکزونه پرون د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله تړلي پاتي وو.

پرون د رایو ځېنې مرکزونه ناوخته پرانېستل شول او د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو وخت د شپې تر ۸ بجو پورې وغځولو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ ۳میلیونو هېوادوالو ګډون کړی‌دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد بېګا ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې له ولایتونو سره د اړیکې نه جوړېدلو ستونزې پر اساس تر اوسه د ټولو ګډونوالو کره شمېر نه‌دی معلوم.

د ولسي جګرې ټاکنو له‌پاره شاوخوا ۸.۸ میلیونو کسانو نوم‌لیکنه کړې‌وه.

د ځېنو ستونزو لکه له بایومتریک سېستمه استفاده او بې‌نظمي او په ځېنو ولایتونو کې امنیتي پېښې هغه څه وو چې د ټاکنو په مخکې خنډ نه‌شول.

د شمېرو پر بنسټ، پرون په ټول هېواد کې ۲۰۰ امنیتي پېښې شوې‌دي چې په پایله کې یې ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه ټپيان شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام