
د ۱۳۹۷ کال د تلې/میزان په ۲۸ نېټه په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کېږي، پهدې ټاکنو کې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره له بایومتریک سیستمه ګټنه کېږي چې له دې سیستمه په ګټنې به افغانان له درغلۍ او پهخپل سر د صندوقونو له ډکولو (جعل او تزویر) پرته د خپلې ارادې او خوښې مطابق خپل واقعي استازي وټاکلی شي. پهدې ټاکنو کې د هېواد له بېلابېلو قشرونو څخه بېلابېلو خلکو ځانونه نوماندان کړي چې ځېنې یې آن د جرمې، اخلاقي او اداري فساد سابقې لري او غواړي له هرې ممکنې لارې نه په استفادې ولسي جرګې ته لاره ومومي چې په هېواد کې له هر ډول عدلي او قضایي څاره خوندي پاتې شي.
هماغسې چې رایه امانت دی او اهل ته د دې امانت سپارل د خدای (ج) امر دی؛ افغان ولس باید د ملت کور ته په شریکه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې داسې څوک غوره کړي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره نهوي. د کونډو، رنډو، یتیمانو او نورو بېوزلو افغانانو حق یې نهوي خوړلی او نه یې هم د هېوادوالو حقوق تر پښو لاندې کړي وي.
اوس په تاسې ولسونو پورې اړه لري چې هغه کسان په ولسي جرګه او د ولسوالیو په شوراګانو کې د خپلو استازیو په توګه انتخاب او غوره کړئ چې د وکالت مسوولیت او صلاحیت وپېژني، لوړې زده کړې ولري، د نېکو کورنیو او ښو اخلاقو خاوندان وي او په راتلونکي کې د هېواد او هېوادوالو لهپاره رښتینی خدمت وکړی شي.

افغان ولس باید د چا په غوړو او تشو ژمنو او شعارونو تېر نهوځي، بلکې د تجربې، عمل، خدمت، سابقې او معیارونو لهمخې انتخاب وکړي. د ټاکنو په ورځ به د رای ورکولو په محل کې یواځې یو؛ نو موږ به وجداناً ملامته یو که مو غل، فاسد، داړه مار، قاتل، وطن پلورونکي او خاین ته رایه ورکړه.
کهچېرې خپله رایه په غور او دقت استعمال نهکړو او په یو او بل نوم غلو، مفسیدینو، خاینینو، داړهمارانو، قاتلینو، وطنپلورونکیو او د ولسي جرګې ځېنو مخکینیو مفسیدینو، تفرقهاچوونکیو او قاچاقبرانو ته رایه ورکړو؛ نو د راتلونکي پارلمان تر ټاکل کېدو پورې به په عذاب او جنجال کې یو.
د ژبې، قوم، سیمې او شخصي معیارونو پرځای باید د پوهې او وطندوستۍ اصل په پام کې ونیسو چې د یو روښانه راتلونکي ترڅنګ د سرلوړي او هوسا افغانستان خاوندان شو. که څه هم ټاکنې د ولسواک نظام یو له مهمو اصلونو څخه دی؛ خو ټاکنو ته قومي، سمتي، نژادي، شخصي او ژبنيزه بڼه ورکول د هېوادوالو او ولسواکۍ په حق کې ستر ظلم او خیانت دی.
موږ د یو ویښ او باشعوره ولس په توګه مسوولیت لرو چې د خپل وطن او خلکو د غوره راتلونکي او هوساینې په خاطر باتجربه او تعلیم یافته مسوول اشخاص وټاکو چې تېر یې موږ ته معلوم وي، د هېواد او ولس ملي ګټو ته ژمن، وطندوست، بااحساسه او د ولسونو رایو ته درناوی ولري او په راتلونکي کې د ملت غږ د ملت له کوره منعکس کړای شي.





