
نورستان ولسي جرګه کې د یوې ښځې په ګډونه دوې څوکۍ لري چې دا ځل ورته ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي چې ۷ یې مېرمنې دي.
نورستان کې ناامنۍ، د لارو خرابوالی، د سواد او عامه پوهاوي ټيټه کچه هغه عوامل دي، چې د نورستان ولسوالیو کې یې د نوماندانو په ځانګړې توګه د ښځینه نوماندانو ټاکنیزو کمپاینونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړېدي.
له نورستانه ولسي جرګې ته نومانده، ذاهده فیضان او جمیله نورستانۍ وايي، که څه هم په مخامخ لیدلو ډېره تکیه کوي خو ناامني یې د ټاکنیزو کمپاینونو په وړاندې خنډ پېښوي.
د ذاهده فیضان په وینا، په شرقي نورستان کې امنیت د امنیت د نهشتوالي ترڅنګ لارې هم خرابې دي.
د ولسي جرګې بله نومانده جمیله نورستانۍ بیا وايي چې نن یې هم کمپاینران په نورګرام کې د وسلهوالو له کمین سره مخامخ شويدي.
اغلې نورستانۍ زیاته کړه ، د نورستان له مرکز پارون او واما ولسوالۍ پرته نورو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او له دولته غواړي چې د ټاکنیزو کمپاینونو ورځو کې له دوی ورسره همکاري وکړي چې خپل کمپاین په ډاډه زړه ترسره کړي.

په ورته وخت کې د نورستان اوسېدونکي صاحبداد همدرد او حبیبالرحمان پهدې پار په ټاکنو کې د ګډون خبره کوي چې د ټاکنو د رنښټ تضمین موجود وي.
نورستان کې د ټاکنو خپلواک ولایتي دفتر سرپرست بشیر عمر وویل، د دې ولایت په کچه ۸۶ زره ۷۰۲ کسانو نوملیکنه کړې چې ۳۰۷۳۱ یې مېرمنې دي.
دی وايي، نورستان کې د ټاکنو ترسره کولو په موخه ۷۹ مرکزونه ځانګړي شوي؛ خو ۳۱ یې د امنیتي ګواښونو له امله تړلي دي.
په ورته وخت کې د نورستان امنیه قوماندان سمونوال سیدعباس سادات د نورستان اوسېدونکیو ته ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د ټاکنو امنیت تامینولو لهپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.
نورستان کې د نوماندان ټاکنیزو کمپاینونو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو ترڅنګ، د دغې ولایت لېرو پرتو او غرنیو سیمو ته د ټاکنیزو موادو لېږد بهیر هم له جدي ننګونو سره مخ دی.





