
د ټاکنو خپلواک کميسيون رييسه حوا علم نورستانۍ د تېرې قوس مياشتې په اوولسمه نېټه له ټاکنيزو ټيمونو، د سياسي احزابو له استازيو او د ټاکنو د څار يو شمېر بنسټونو سره په يوه ناسته کې اعلان وکړ چې ۱۲۶۵۰ هغه کسانو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې يې درغلۍ، تخلف او ټاکنيز جرمونه کړي د دوسيو د نورو څېړنو په موخه يې دوسيې د تاکنيزو شکايتونو کميسيون ته لېږلي دي.
خو اوس د ټاکنيزو شکايتونو کمیسيون غړي وايي، د هغو متخلفو کسانو نوملړ چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري دوی ته لېږل شوی دی، بشپړ اسناد او شواهد نه لري.
د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون غړي ټينګار کوي، که چېرې د ټاکنو کميسيون له لوري دوی ته بشپړ او کره اسناد وړاندې نه شي، دې مسلې ته رسېدنه نه شي کولای.
د ياد کميسيون د دارلانشا رييس محمدقاسم الیاسي سلاموطندار ته وايي، د ټاکنو کميسيون د متخلفو کسانو نوملړ پرته له دې چې ډلبندي او دوسيې يې بشپړې کړې دې کميسيون ته لېږلی دی.

نوموړی وايي، د شاوخوا دولس زرو کسانو د دوسيو څېړل ستونزمن کار دی او وايي، ټاکنو کميسيون بايد دې کار لپاره بشپړ اسناد لېږلي وای.
الياسي زياتوي، په يو شمېر ولايتونو کې متخلف کسان دوه نه تر درې زره کسانو پورې رسېږي چې په دې کې يو شمېر يې لنډمهالي کارکوونکي دي او دا نه تعقيبېږي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا رییس یوسف رشید د ټاکنو کميسيون کارکوونکي په بېغورۍ او نامسلکيتوب تورنوي.
خو د ټاکنو کميسيون وياند علي افتخاري بيا وايي، چې ياد کميسیون د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ټولو پوښتنو ځواب او همکارۍ ته يوه کمېټه ګمارلې ده.
د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنې له يو شمېر ستونزو سره ملې وې چې دې ورته ستونزو ته په کتو يو شمېر نوماندانو د يادو ټاکنو لومړنۍ پايلې ونه منلې.





