
خوست کې نظامي شورا د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د ولسي جرګې نوماندان به لویې غونډې نه جوړوي، تر ۵ ډېر ساتونکي او غټې وسلې به نهګرځوي، د کمپاین پرمهال به نورو نوماندانو ته سپکاوی نهکوي او دغه راز به په ناامنو سیمو کې کمپاین هم نهکوي.
یادې شورا نوماندانو ته خبرداری ورکړ، که د نظامي شورا پرېکړې په پام کې ونه نیولې او د کمپاین پرمهال یې کومه پېښه وشوه، مسوولیت به یې د دوی پرغاړه وي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل پهدې اړه سلاموطندار ته وویل چې نظامي شورا یاد پرېکړه د امنیتي ګواښونو او بېځایه ګڼه ګوڼې له کبله کړې ده.
یوشمېر خوستیانو د نظامي شورا د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د خوست اوسېدونکي امینالله او اسدالله وايي، د نوماندانو د ساتونکیو شمېر زیاتوالي او د غټو وسلو ګرځولو له ټاکنو زړه توري کړي او پهکار ده چې د نظامي شورا پرېکړو ته غاړه کېږدي.
په همدې حال کې یوشمېر نوماندانو د نظامي شورا پرېکړې هرکلی او یوشمېر نورو یې مخالفت کړی دی.
له خوسته ولسي جرګې ته نوماند اکبرجان پولاد وايي، د نوماندانو سترې غونډې د پېښو رامنځته کولو لهپاره زمینه برابروي او پهکار ده چې نوماندان د نظامي شورا پرېکړې هرکلی وکړي.
خو د ولسي جرګې وکیل او له خوسته نوماند کمال ناصر اصولي د نوماندانو او د هغوی د غونډو امنیت ساتل د امنیتي ځواکونو مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې ۵ ساتونکي د دوی امنیت ساتلی نهشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په یوه کور کې له چاودېدونکیو توکو ډک موټرسایکل په یوه کور کې نیول شوی و چې غوښتل یې کوم نوماند په نښه کړي.
دغه راز د یوه بل نوماند پر موټر هم د موټرسایکل په وسیله چاودنه شوې وه چې له کبله یې د نوماند موټرچلوونکی وژل شوی و.





