د حکومت په لاس د ټاکنو قانون تعدیل، د ټاکنو بهیر کې لاسوهنه ګڼل کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنو قانون تعدیل له‌پاره د حکومت وړاندیز شوې طرحې په اړه غبرګون ښودلی.

په خبرپاڼې کې راغلي، اوسني وخت کې ـ چې د ولسمشرۍ راتلونکیو ټاکنو ته د ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په ګډون نوماندان دي ـ د ټاکنو قانون تعدیل، د افغانستان راتلونکې ته خطرناکه پایلې لرلی شي او له ټاکنو وروسته شخړې به هېواد کې د کړکېچ لامل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبرپاڼې کې راغلي چې د ټاکنو قانون د تعدیل له‌پاره د ارګ مقدماتي غونډو کې د کمېسیون هېڅ استازي ګډون نه‌دی کړی او دغه تعدیل د ولسمشر راتلونکیو ټاکنو ځنډولو له‌پاره یوه پلمه ده.ورته مطالب:

ټیفا: د سولې ناڅرګند برخلیک به پر ولسمشریزو ټاکنو اغېز وکړي

د ولسي جرګې ټاکنو پرمهال د ټیفا موندنې

ټیفا: ۱۰۸ نوماندانو له ټاکلې اندازې ډېر لګښت کړی

دغه راز په خبرپاڼې کې ویل شوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو قانون تعدیل په رسمي ډول لویې څارنوالۍ او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون ته راجع کړی چې په‌دې برخې کې کمېسیون او نورو هغو بنسټونو سره ـ چې د ټاکنو قانون تعدیلولو په هڅه کې دي ـ خپل حقوقي نظرونه شریک کړي.

د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا مسوولانو هم کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت له لوري د ټاکنو قانون تعدیل له‌پاره وړاندیز شوې طرحه حکومتي او سیاسي ده او په‌دې طرح کې د ولسمشر د صلاحیتونو د زیاتو او غښتلي کولو هڅه شوې.

د تیفا مشر نعیم ایوب‌زاده وايي، د ټاکنو قانون کې سیاسي سمون راوستل د ټاکنو رڼښت او سراسروالي نه‌شي تضمینولی. د دې بنسټ مسوولانو پخوا هم ویلي وو په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل یوازې شعار دی.

د دې موضوع په اړه د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وایي چې د ټاکنو قانون تعدیل طرح له نوماندانو، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو سره له ۲۰ د زیاتو مشورتي غونډو پر اساس چمتو شوې او د دې طرحې زیاته برخه پر ټاکنو د څار مدني بنسټونو وړاندېزونه جوړوي.

حکومت د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده هم چمتو کړې‌ده او د ولسمشري له نورو نوماندانو سره د دې طرحې د همغږۍ له‌پاره هڅې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام