
د کابل یو شمېر معترضو نوماندانو نن یو ځل بیا د پلازمېنې د رایو باطلولو او محکمې ته د ټاکنو کمېسیون د چارواکیو ورپېژندلو په اړه په پښتونستان څلورلارو کې را ټول شوي وو.
دوی د ټاکنو کمېسیون غړي او د کمېسیون د دارالانشا رییس په پراخو درغلیو تورنوي.
معترض نوماندان وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په چارو کې د ارګ لاسوهنې د خلکو له رایو سره خیانت بولي او وايي، که حکومت او نړېوال بنسټونه پر ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له فشار راوړلو لاس وا نهخلي، د خلکو له غوسې سره به مخ شي.
معترض نوماندان حسنجان دولتزی او صدیق منصور انصاري وايي، د ټاکنیزو شکایتونو د مخکینۍ پرېکړې له مخې دې د کابل رایې باطلې اعلان او د ټاکنو کمېسیون مسوولان دې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
معترضان ګواښ کوي، که حکومت یې غوښتنو ته پام و نهکړي، خپل اعتراضونه به لا پراخ کړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د معترضو نوماندانو ادعاوې بېبنسته بولي او وايي، معترض نوماندان که اسناد لري؛ نو د څېړنې لپاره دې اړوندو بنسټونو ته وسپاري.
د کابل رایو د باطلولو لپاره د معترضو نوماندانو هڅې
له ۳۰۰ ډېر معترض نوماندان د کابل د رایو باطلېد غواړي
د کابل او کوچیانو لومړنیو پایلو په اړه ۱۰۰۰ شکایتونه ثبت شوي

د تاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال ذبېحالله سادات وايي، معترض نوماندان دې پر لارو او سړکونو عامو خلکو ته د ستونزو جوړولو او لاریونونو پرځای، خپل اسناد او شواهد عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري او په لوی لاس دې د ټاکنو ملي پروسه نه زیانمنوي.
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي د کابل د ټاکنو په اړه د ۱۰۰۰ شکایتونو د ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي، دوی به پر خپل ټاکلي وخت د معترضانو ټول شکایتونه وڅېړي او پایلې به یې اعلان کړي.





