خوست کې به د رایې‌ورکولو ۲۷ مرکزونه وتړل شي

خوست کې د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس د دې ولایت له ۱۲ ولسواليو یې ۸  هغه د امنیتي تهدیدونو لاندې دي او له امله به په‌کې د رایې‌ورکولو ۲۷ مرکزونه وتړل شي.

د یادو ولسوالیو له ډلې سپېره، باک، قلندر، موسی‌خېل، نادرشاه‌کوټ علیشېر، اسمعیل‌خېل او مندوزي هغه ولسوالۍ دي چې امنیتي چارواکي یې امنیت خوندي نه بولي.

د همدې نظامي پرېکړې په غبرګون کې نن د خوست د بېلابېلو ولسوالیو مشرانو او ځوانانو یوې خبريٍ غونډې کې د نظامي شورا یاده پرېکړه وغندله او هغه یې سیاسي وبلله.

د دو تنو مشرانو زمرک ځدراڼ او ګل‌احمد د نظامي شورا یاده پرېکړه په لوی لاس د خوست ښه امنیت ته سپکاوی وګنلو او په وینا یې، د دغو مرکزونو په تړلو کې د یو برحال وکیل لاس دی؛ د دوی په خبره، وکیل په‌دې مرکزونو کې رایې نه‌لري؛ نو د یوې دسیې په توګه غواړي هغه وتړي.

دوی په ټینګار سره غوښتنه وکړه چې څنګه هغه ولسوالۍ چې تر اوسه د سولې په نوم نومول شوې‌وې؛ اوس د رایې‌ورکولو مرکزونو په کې تړل کېږي.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس شاه‌جهان سرداري وايي چې دوی پوره چمتو دي؛ خو په وینا یې، دا د امنیتي چارواکیو کار دی او باید امنیت یې ونیسي.

له بلې‌خوا د خوست امنیې قوماندان اخترمحمد نورزی بیا وايي، دوی د رایې‌ورکولو د مرکزونو د تړلو پرېکړه تر اوسه نه‌ده عملي کړې؛ خو زیاتوي چې د ولسوالانو د معلوماتو له‌مخې یو شمېر ولسوالۍ تر امنیتي تهدیدونو لاندې دي.

خوست‌مېشتي او مدني فعالان وايي، هغه مرکزونه چې پرته له امنیتي تهدیدونو په‌کې نوم‌لیکنه شوې؛ اوس د رایو‌اچوونکیو پر مخ تړل کېږي. دوی زیاتوي، هغه مرکزونه چې اداري کمپلېکس سره په ۱۰۰ مترۍ کې پراته دي، هم تړل کېږي.

دوی د امنیتي چارواکیو دغه پرېکړه ـ چې د خوست په ۸ ولسوالیو کې د امنیتي تهدیدونو له امله د رایې‌ورکلو ۲۷ مرکزونه تړي ـ حکومت په‌خپل ځان عریضه کول بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام