ټاکنې پای ته ورسېدې؛ ۴۵ سلنو په شرایطو برابرو کسانو رایه ورکړه

د ټاکنو خپلواک کمېسون رییس عبدالبدیع صیاد نن ماښام د ولسي جرګې د ټاکنو د دویمې ورځې په پای ته رسېدلو سره په خبري  کنفرانس کې اعلان وکړ چې له غزني او کندهار نه پرته په ۳۲ ولایتونو کې ۴ میلیونو کسانو په ټاکنو کې ګډون وکړ.

ښاغلي صیاد زیاته کړه چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۴۵ سلنه په شرایطو برابرو کسانو رایه ورکړې‌ده.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل چې نن د ځېنو مشکلاتو له امله د رایو له پاتو مرکزونو نه یوازې ۶۷ مرکزونو کې ټاکنې وشوې.

ښاغلي صیاد په دې ټاکنو کې د ښځو ونډه ۳۳ سلنه وښوده.

ده دا هم وویل چې په‌دې ټاکنو کې له تېرو هغو ډېرو هېوادوالو ګډون کړی‌و.

ده ولس ته ډاډ ورکړ چې د دوی د رایو ساتنه به کوي.

ده له ولسه وغوښتل چې له وخته مخکې قضاوتونو نه ځان وساتي او د کمېسیون وروستیو پایلو ته منتظر پاتې شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه چې له ولایتونو نه به مرکز ته ډېر ژر رایې راروسېږي او بیا به د شکایتونو له رسیده‌ګۍ وروسته پایلې اعلان کړي.

ده په ورته وخت کې له سیاسي ګوندونو او بنسټونو وغوښتل چې د رایو شمېرنې او شکایتونو ته له رسېده‌ګۍ نه جدي څارنه وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته د شنبې په ورځ پیل شوې؛ ټاکل شوې‌وه چې دا بهیر په یوه ورځ کې خلاص شي؛ خو د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله د دویمې ورځې د ماښام په ۶ بجو پای ته ورسېد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام