فیفا: د ټاکنو کمېسیون له دوامدارې مدیریتي کمزورۍ سره مخ دی

د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ یا فیفا د راتلونکیو ټاکنو په اړه د ټاکنو کمېسیون د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې وویل چې یاد کمېسیون له کمزوري مدیریت او همغږۍ سره مخ دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې خبر ورکړ چې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشري ټاکنې وشي او د ولایتي شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو کولو په اړه به وروسته پرېکړه وکړي.

د فیفا رییس یوسف رشید د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل چې کمېسیون د نورو کمزوریو ترڅنګ، تل له خپلو پرېکړو په شا کېږي او د قانوني لازموالي، ژمنو او عملي کړنلارو په وړاندې تل له تزلزل سره مخ وي.

د نوموړي په وینا، د ټاکنو کمېسیون دغه راز په خپلو عملیاتي پروګرامونو، په ځانګړې توګه د رای‌ورکوونکیو د نوم‌لیکنې او د ټاکنو مهال‌وېش د شریکولو په برخه کې ځنډ کړی دی.

یوسف رشید زیاتوي، که څه هم د ټاکنو کمېسیون څو ورځې وړاندې د ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنو د ځنډ طرحې پروړاندې مخالفت ښودلی و، خو د خپلواکۍ نه لرلو له کبله یې اوس یاده طرحه منلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ چې د لازمې بودیجې نه لرلو او د وخت کموالي له امله پر یو وخت د درې واړو ټاکنو کولو وسه نه‌لري او د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشري ټاکنې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام