
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، په دغه کمېسیون کې یو شمېر ثبت شوي شکایتونه جدي دي او باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.
د تاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطبالدین رویدار وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له مرکزي دفتر سره د ولایتي کمېسیونونو د پرېکړو په اړه د استیناف غوښتنې شاوخوا ۱۶۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.
د رویدار په خبره، د استیناف غوښتنې پړاو له پای ته رسېدو وروسته دغه کمېسیون ۱۵ ورځې فرصت لري چې د ټاکنیزو ټیمونو شکایتونه وڅېړي.
د نوموړي په وینا، یاد شکایتونه دولت جوړوونکي، ثبات او همپالنې او د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزو ټیمونو ورسره ثبت کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی وايي، د دغه کمېسیون د نوې خبرتیا له مخې، په مرکز کې هم ټاکنیز ټیمونه کولای شي چې تر راتلونکیو درېوو ورځو د دغه کمېسیون د پرېکړې په اړه خپل شکایتونه ثبت کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، دغه کمېسیون د رایې اچونې ۴۷ محلونو رایې باطلې کړي چې له ډلې یې ۲۰ محلونه په کابل کې دي.





