
د کندوز سلګونو اوسېدونکیو او سیاسي ګوندونو د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې او د محمد اشرف غني له بریا ملاتړ اعلان کړ.
دوی د دغې غونډې د جوړولو موخه یو د بل منلو فرهنګ دودول او د ولسمشر غني ملاتړ بولي.
د غونډې ګډونوالو نورو ټاکنیزو ډلو ته خبرداری ورکړ چې له ناقانوني فعالیتونو ډډه وکړي.
د کندوز اوسېدونکي میرعلم کندوزي او جمال وايي، کندوزیان د ښې راتلونکې او د سولې لپاره له محمداشرف غني نه ملاتړ اعلانوي او نن یې په ټاکنو کې د دولت جوړوونکي ټیم د بریا مبارکۍ لپاره دا غونډه جوړه کړې ده.
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي جوړې شوې غونډې ته وویل، په ولسواکه حکومتونو کې ولسمشر د خلکو د رایو له مخې ټاکل کېږي او افغانان هم په ولسمشري ټاکنو کې په پوره زړورتیا سره د رایې ورکولو صندوقونو ته ولاړل. ایوبي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمداشرف غني د خلکو د رایو پر بنسټ ولسمشر اعلان کړی او د دغه کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي.

د کندوز تر څنګ په پنجشیر ولایت کې هم یو شمېر کسانو په ولسمشري ټاکنو کې د محمداشرف غني د بریا ملاتړ وکړ.
خو په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې بیا د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو د عبدالله عبدالله د بریا نمانځنه وکړه او د ټولشموله حکومت جوړولو ملاتړ یې اعلان کړ.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله توانېدلې چې د سرپُل، جوزجان او بغلان ولایتونو لپاره والیان هم وګوماري.
اړوند مطالب:
د سیاسي کړکېچ هوارولو لپاره هڅې لاهم روانې دي





