له بایومټریک ماشینونو نه سرورونو ته د ټاکنیزو مالوماتو لېږد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په رسمي ډول له بایومټریک ماشینونو نه سرورونو ته د مالوماتو لېږد پیل کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان‌عبدالبدېع صیاد په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، که څه هم حکومت ډېره ناوخته پرېکړه وکړه چې د ټاکنو په یوه پړاو کې دې بایومټریک وکارول شي، خو د ټاکنو کمېسیون له ستونزو سره سره یاده پرېکړه عملي کړه.

د نوموړي په وینا، سرورونو ته د مالوماتو تر لېږد وروسته به روښانه شي چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې څومره رایې د بایومټریک او څومره هم د تر بایومټریک پرته کارول شوې دي، خو په وینا، په هر حالت کې به پاکې رایې، تر ناپاکو هغو بېلې کړي.

خو د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي د دغه بهیر روڼوالي په اړه اندېښنه لري.

د حزب‌اسلامي څارونکی سعدالله وايي، له بایومټریک ماشینونو نه، د ټاکنو کمېسیون سرورونو ته د مالوماتو لېږد روڼ نه‌دی او دوی ته اجازه نه ورکوي چې ترې ښه څارنه وکړي.

خو مدني فعال نصرالله که څه هم یاد بهیر روڼ بولي، خو وايي کمېسیون دې د دوی څارنې له‌پاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړي چې په ښه توګه یې څارنه وکړي.

ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مهال‌وېش سره سم د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۱۹مه اعلان کړي، خو کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې د ولایتونو لومړنۍ پایلې به د لیندۍ په ۲یمه او د کابل هغه د یادې میاشتې په ۱۰مه نېټه اعلان شي.

د کمېسیون په وینا، د قانون له مخې به د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر ارزونې وروسته تر یادې نېټې یوه میاشت وروسته اعلان شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام