د شکایتونو کمېسیون د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند محمدقاسم الیاسي وايي، د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه د دغه کمېسیون پرېکړه به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

د الیاسي په وینا، له شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنې استینافي او استثنايي قضیې به هم د کمېسیون په پرېکړو کې شاملې وي.

په همدې حال کې د دولت‌ جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټیمونه له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نه غواړي چې د ټاکنو قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې د لانجمنو رایو په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لا هم د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو د څېړلو په اړه فرصت لري.

که څه هم د ولسمشري ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه شوي، خو اوس چې له یادې نېټې څلور میاشتې تېرېږي، لا هم د دغو ټاکنو وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.

اړوند مطالب:

د شکایتونو کمېسیون: سبا به د استینافي شکایتونو څېړل پیل شي

نوماندانو د استیناف غوښتنې شاوخوا ۱۶۰۰ شکایتونه ثبت کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام