د خوست لاریونوالو د ټاکنیزو مرکزونو د تړلو په غبرګون لارې وتړلې

 

خوست کې د ټاکنو په ورځ د رایو ورکولو ځېنې مرکزونه تړل شوي‌وو چې په غبرګون کې یې نن د مهدي‌خېلو کلي سلګونو اوسېدونکیو لاریون وکړ او د علي‌شېرو او تېریزیو ولسوالۍ تر څنګ یې د باک، صبریو او ځاځي‌میدان ولسوالیو ته ورغلې لارې د څو ساتونو له‌پاره وتړلې.

لاریونوالو ویل چې د نورو ولسوالیو تر څنګ د متون مرکز اړوند د مهدی‌خېلو کلي په یو مرکز کې ۲۴۰۰ کسانو نوم‌لیکنه کړې‌وه چې د رایو اچونې په ورځ په لېست کې ۶۰۰ هغه نومونه وو چې دې سیمې پورې یې تړاو نه‌لرلو او د پاتې ۱۸۰۰ نورو رایو اچوونکیو پر مخ یې دغه مرکز تړلی و.

دوو لاریون کوونکو زاهد شاهین او معلم بسم‌الله سلام وطندار ته وویل چې په یادو مرکزونو کې د خوست والي، امنيه قوماندان او د ټاکنو کمېسیون د مشخصو کاندیدانو په ګټه لاس‌وهنه کړې‌ده.

لاریونوالو دا هم ویل چې د ټاکنو په ورځ یې خپله ستونزه د ټاکنو کمېسیون سره شریکه کړې؛ خو هغوی غوږ نه‌دی ورته نیولی.

له بله پلوه د خوست د ټاکنو کمېسیون مشر شاه‌جهان سرداري د لاریونوالو ادعاوې پر ځای بولي او وايي چې دا ستونزه افغانستان‌شموله وه او په وینا یې، د ټاکنو په ورځ یې ستونزو ته رسېدګي کړې؛ خو رایه ورکوونکي هلته نه وو.

د ده په خبره، ستونزه یې کابل سره شریکه کړې‌وه؛ خو مرکزي کمېسیون ورته ویلي وو چې یوازې یوه ورځ کفایت کوي او د بلې ورځې د رایې اچونې له‌پاره اراده نه لري.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر شاه‌جهان سرداري زیاتوي چې په خوست کې د ټاکنو له‌پاره شاوخوا ۲ نیم‌‌سوه‌‌زره کسانو نوم‌لیکنه کړې‌وه چې له جملې یې شاوخوا ۳۰زرو کسانو رایه کارولې ده.

خوست‌مېشتي د کمې رایې کارولو لوی لامل د عامه‌پوهاوي نه‌شتوالی، له بایومیټریک سره نابلدتیا، د مرکزونو تړل او په ټاکنو کې د حکومتي چارواکیو لاس‌وهنه په ګوته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام