
د کندوز ولایتي روغتون رییس مرضیهسلام یفتلي وايي، تراوسه یاد روغتون ته د دوو وژل شویو کسانو جسدونه او ۳۹ ټپیان وروړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په وژل شویو کې ۱ نظامي او بل هم ملکي او د ټپیانو ډله کې ۱۱ نظامي او ۲۸ نور ملکیان دي چې ۱۲ یې ښځینه دي.
په همدې حال کې د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، طالبانو له سهار راهیسې د کندوز بېلابېلې پر توغندوی ویشتلي چې مرګژوبله هم لري.
بلخوا کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس محمدرسول عمر وايي، وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې د رایورکولو یوه مرکز ټول کارکوونکي او ټاکنیز توکي له ځانه سره وړي دي.





