
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړ. د دغه کمېسیون د مسوولانو په وینا، د ولسمشرۍ نوماندانو نوملیکنه به د جدې میاشتې په لومړۍ پیل او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجانعبدالبدېع صیاد وايي، د هغو کسانو لهپاره به چې مخکې یې په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوملیکنه کړې نهده یا هم تازه ۱۸ کلن شوي، د مرغومي میاشتې له لومړۍ نه د سلواغې تر څلورمې پورې د نوملیکنې بهیر پیل کړي.
د نوموړي په وینا، د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو سره یوځای او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې به ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه وشي او وروستۍ پایلې به یې د غبرګولي په ۲۵مه اعلان شي.





