معترض نوماندان د ځانګړې ټاکنیزې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي

د کندوز، لوګر، کندهار، بغلان، میدان وردګ، هلمند او ننګرهار ولایتونو معترض نوماندانو له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د کابل ښار په زنبق څلورلارې کې د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.

دوی د خپلو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو د وروستي نوم‌لړ اعلانول ناسم بولي او وايي چې د یادو ټاکنو په اړه د شته دوسیو په اړه دې ځانګړې محکمه جوړه شی.

دوی خبرداری ورکوي، که غوښتنې یې و نه منل شي، د نه خوړو اعتصاب به وکړي.

دوه معترضې نوماندانې شکریه پیکان او ارزو ساپۍ وايي، که څه هم له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې یې په یاد ځای کې پرلت کړی، خو تراوسه یې هېچا غږ نه‌دی اورېدلی. دوی له ولسمشر نه غواړي چې د ټاکنیزو دوسیو د څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

اړوند مطالب:

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نه باطلېږي

د کابل لومړنۍ پایلې اعلان شوې

د معترضو نوماندانو په پرېکړه‌لیک کې لیکل شوي، ټاکنیزو کمېسیونونو د پیسو په بدل کې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي دي. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند قاسم الیاسي وايي، معترض نوماندان باید د خپلو تورونو او څرګندونو په اړه سندونه وړاندې کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې چې د تېر کال د تلې میاشتې په ۲۸مې او ۲۹مې نېټې وشول، له ډېرو ناندریو سره مخ وو او د ناکامو نوماندانو اعتراضونه اوس هم روان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام