درې شمالي ولایتونو نظامي بڼه خپله کړې

د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکيو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ودانۍ ته تللي واټونه له تېرو درېوو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو له‌خوا کلابند دي او که روانو کړکېچونو ته حل‌لاره ونه موندل شي، د دغه وضعیت دوام به د ناورین لامل شي.

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه به تر هغه د ولایت ماڼۍ کلابنده وساتي چې په دغه ولایت کې روانې ناندرۍ پای ته نه وي رسېدلې. دوی ټینګار کوي چې د لاریونوالو پر وړاندې بې‌طرفه دي، خو د هر ډول احتمالي بلوا مخه به ونیسي.

بله‌خوا د ثبات او همپالنې ټیم له‌خوا معرفي شوی والي مولوي عبدالحی حیات د دولتي ادارو له مشرانو سره ناسته کړې او امر یې کړی چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

دغه راز په بغلان او سرپل ولایتونو کې هم جنګي وضعیت واکمن دی او لرې نه ده چې د امنیتي ځواکونو او د ثبات او همپالنې ټیم د پلویانو ترمنځ نښته هم وشي. 

په بغلان کې د ثبات او همپالنې ټیم ملاتړي له دوو ورځو کړکېچ وروسته نن بریالي شول چې د دغه ټيم له‌خوا بغلان ته معرفي شوی والي د ولایت مقام ته ننباسي. 

په بغلان کې د سلام‌وطندار خبریال وايي چې د پلخمري ښار د ګڼ‌شمېر خلکو له راغونډېدو وروسته امنیتي ځواکونو له ولایت ماڼۍ نه شاتګ وکړ.

دغه راز د سرپل ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې دغه ولایت هم نظامي بڼه خپله کړې، ولایت ته تلونکې لارې بندې او بانکونه تړل شوي دي.

دوی زیاتوي، د دولت جوړوونکي او همپالنې ټیمونو والیانو په پنځوس مترۍ کې جلا اداري غونډې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت جوړوونکي ټیم یو شمېر پلویانو د خوست ولایت په تڼیو ولسوالي کې غونډه وکړه او د محمداشرف غني د بریا جنش یې ونمانځه.

دوی خبرداری ورکړ چې هېچا ته به د موازي حکومت جوړولو اجازه ور نه کړي.

دغه ناندرۍ او کړکېچونه هغه مهال پيل شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نږدې پنځو میاشتو ځنډ وروسته محمداشرف غني یو ځل بیا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم دغه پایله ونه منله او د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو اعلان یې وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام