د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۷ نوماندان له نوم‌لړه وویستل

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني وايي، د شکایتونو له اورېدلو او څېړلو وروسته د قانون پر بنسټ ۷ نوماندان د ولسي جرګې د ټاکنو له نوم‌لړه وویستل شول.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، له فراه ولایته عبدالکریم شفق پر حبس محکوم او بندي دی، له هرات نه حبیب‌الله غوریاني مخکې په څه باندې ۱۰ کاله بند محکوم شوی، عبدالله ساحل له کندوزه، روهینا ولیزۍ له میدان وردګو او غلام‌نبي ساقي له غور ولایته په‌خپل وخت یې استعفاوې نه‌دي ورکړې، له هراته احمد‌شاه سادات الحسیني چې د ایران تابعیت لري او له بلخ نه سمیرا خیرخواه چې قانوني سن یې نه‌دی پوره کړی له لېسته ووستل شول.

ښاغلي روحاني دا وروستۍ پرېکړه وګڼله او زیاته یې کړه چې د دوی په اړه بله پرېکړه نه‌شي کېدلی او د ښو ټاکنو هیله کوي.

له‌دې مخکې هم ځېنې نوماندان په بېلابېلو دلایلو له نوم‌لړه ویستل شوي‌وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام