ښايي د ټاکنو وروستۍ پایله نن اعلان شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمدحنیف دانشیار نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، له همدې شېبې د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان ته د شېبو شمېرل پیل شوي دي. هغه زیاتوي، «نور خبره د څو ورځو نه ده، بلکې یوازې څو ساعته باید په تمه شو.»

هغه ټینګار کوي چې که کومه تخنیکي ستونزه پېښه نه شي، د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله به نن ماښام یا هم هرو مرو سبا اعلان شي.

دانشیار پرون ویلي و چې د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله به په راتلونکیو ۳ یا ۴ ورځو کې اعلان شي، خو نن یې خپله خبره بېرته واخیسته او وايي، د خلکو انتظار به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

که څه هم حنیف دانشیار پرون په ضمني توګه ویلي و چې د ټاکنو په پایله کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، خو نن وايي چې کمېسیون د پایلې په اړه هېڅ معلومات نه لري. د نوموړي په وینا، پایله به له سېسټم نه په لاس راشي.

د لانجمنو رایو د بیاشمېرنې او ځانګړې پلټنې بهیر پرون پای ته ورسېده، خو د ټاکنیزو کمېسیونونو او یوشمېر ټیمونو ترمنځ اختلافات لا هم پر ځای دي.

ټاکنیزو لوریو تر اوسه د ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر څنګ یې تر اوسه لا روښانه نه ده چې د ټاکنو کمېسیون به وکولی شي د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي او که‌نه؟

اړوند مطالب:

د ټاکنو وروستۍ پایله درې یا څلور ورځې وروسته اعلانېږي

ټیفا ټاکنیزو کمېسیونونو ته: تقابل به مو له خنډ سره مخ کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام