
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجانعبدالبدیع صیاد نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لهپاره د چمتووالي د پیل خبر ورکړ.
صیاد وايي، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي چې د ولسي جرګې په ټاکنو شته نیمګړتیاوې جبران او ولسمشریزو ټاکنو کې یې مخه ونیسي.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم څه موده وړاندې له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو په اړه روانې ګنګوسې بېبنسټه دي او په خپل وخت به وشي.
تر هغې وروسته چې امریکا له وسلهوالو طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه مستقیمې هڅې پیل کړې، داسې راپورونه خپاره شول چې د یادو خبرواترو لهپاره به ولسمشریزې ټاکنې هم وځنډېږي.





