
اروپايي اتحادیې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورل له ولسمشر محمداشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو له لارې غني ته د ټاکنو د پایلې مبارکي ویلې ده.
د اروپايي اتحادیې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې بورل د دغه بهیر چې څو میاشتې اوږد شو، د پای ته رسېدو هرکلی کړی او د ټاکنیزو بنسټونو کارونه «سره له دې چې له ځینو ستونزو سره مخ وو» هم ستاینه کړې ده.
خبرپاڼه لیکي، اروپايي اتحادیې تل د افغانستان د اساسي قانون او نورو بنسټونو ملاتړ کړی او د ټاکنو وروستۍ پایلې ته په پام، دغه اداره د محمداشرف غني په مشري له نوي دولت سره همکاري ته تیاره ده.
خبرپاڼې زیاته کړې، بورل د ولسمشر غني د هغې ژمنې هم هرکلی کړی چې ویلي یې و، «داسې دولت به جوړ کړي چې ټول افغانان پهکې ځان وویني.»
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول ټینګار کړی چې اوسنی لومړیتوب د یوې هراړخیزې سولې د ملاتړ لپاره یووالی دی. یادې اتحادیې د سولې پروسې د ملاتړ لپاره تیاری ښودلی او ویلي یې دي چې فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په راتلونکې دوره کې پر «ملي انسجام» ټینګار کړی دی. یوناما بېګاه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي: «ملګري ملتونه هم د دغې موضوع پر ارزښت ټینګار کوي چې د ټاکنو د وروستۍ پایلې په اړه هر ډول اعتراض د هېواد له مقرراتو او د اساسي قانون له نظم سره سم له ثبات او انسجام سره برابر وي.»
یوناما ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته د یوشمېر نوماندانو او د هغوی د پلویانو اندېښنې ته په اشارې ویلي چې د ګوندونو په ګډون د دغه هېواد د ټولو خلکو او بنسټونو د ملاتړ لپاره هڅه کوي او د نوماندانو د درک وړ غوښتنو ته د رسېدو او د رایو بیاشمېرنې په اړه د حساب ورکولو په برخه کې د ټاکنو مدیریتي بنسټونو د هڅولو لپاره مسلکي او بېطرفانه سپارښتنې کوي.
د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځو میاشتو ځنډ وروسته محمداشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په وړلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. دغه کمېسیون پرون په یوه غونډه کې ښاغلي غني ته باورلیک هم ورکړ.
اړوند مطالب:
شنونکي: د ټاکنو د پایلو په اړه لانجو نړيوال چوپ کړي





