
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان سلام وطندار ته وویل چې دا چاودنه څو شېبې مخکې له هلمنده ولسي جرګې ته د نوماند صالحمحمد آڅکزي په ټاکنيز دفتر کې شوېده.
نوموړي وویل چې په بريد کې مرګژوبله هم اوښتې؛ خو کره شمېره یې نهده معلومه.
افغان وویل چې د چاودني نور جزیات به وروسته له رسنیو سره شريک کړي.
تر اوسه د بريد نوعيت نهدی معلوم او نه هم کومې وسلهوالې ډلې د برید مسوولیت منلی دی.
له دې مخکې د ننګرهار په کامې او خوست ولایت کې په ټاکنیزو دفترونو او کمپاینونو جلاـ جلا بریدونه شويوو.





