د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: د ۱۴۱۲ محلونو رایې ځانګړې پلټنې ته لېږل کېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو او اعتراضونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

 د دغه کمیسیون له پرېکړې سره سم، د ۳ سوه زرو جنجالي رایو اړوند ۳۰۹ محلونه په استثنايي شکایتونو کې د شکمنو رایو په نوم او ۱۱۰۳ محلونه په استثنايي شکایتونو کې له وخت وروسته رایو په نوم ځانګړې پلټنې ته استول شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرې زهرې بیان شینوارې ناستې ته په خبرو کې وویل چې د ۳۰۹ محلونو ۱ لکه ۳۷ زره او ۶۳۰ شکمنې رایې به ځانګړې پلټنې او تفتیش ته واستول شي.

د دغې پرېکړې له مخې، که چېرې د دغو محلونو له ډلې ۶۵ سلنه د ځانګړې پلټنې په پایله کې «د بایومټریک معلوماتو»، «ژورنال» او «د ریزلټ شیټ پای» په څېر د ټاکنو ترسره کېدو ورځې معیارونه ولري، نو ټولې یو لک او ۳۷ زره او ۶۳۰ رایې معتبرې ګڼل کېږي.

دغه راز، که چېرې د پلټل شویو محلونو د رایو ۳۵ سلنه یاد شوي معیارونه پوره نه کړي، ټول یو لک ۳۷ زره او ۶۳۰ رایې شکمنې ګڼل کېږي او ځانګړې پلټنې ته به واستول شي.

د دغې پلټنې په لړ کې یې که یاد شوي درې معیارونه پوره کړل، معتبرې او که نه بې اعتباره یا باطلې ګڼل کېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړې له مخې، د هغو ۱ لک ۲ زره او ۱۲ رایو له ډلې چې له ټاکلي وخت وروسته اچول شوې او په ۷ زره ۳۵۴ محلونو پورې اړه لري، ۱۵سلنه یې ځانګړې بیاشمېرنې ته استول کېږي. دغه شمېره چې په کې ۱ زر او ۱۰۳ محلونه شامل دي هم ځانګړې پلټنې ته ځي.

د ياد کمیسیون د بې‌بایومټریک شویو رایو په اړه هم پرېکړه وکړه او ویې ویل چې د ۲ زره ۴۲۳ جنجالي محلونوله ډلې، ۲۹۸ محلونه بیا شمېرنې ته ځي او که چېرې معیارونه پوره نه کړي، باطل به اعلان شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټاکنو کمیسیون له خوا هغه وضع شوی معیار رد کړ چې د ریزلټ شیټ فورمې او بایومټریکي معلوماتو ترمنځ توپیر په ډاګه کوي.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپله پرېکړه د پلي کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوله. له دغه پړاو وروسته به د ټاکنو خپلواک کمیسیون دغه پرېکړې تطبیقوي او په دې سره به د جمهوري ریاست د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلان ته لاره هواره شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړو له اعلان وروسته، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم غړي نوررحمان اخلاقي په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه څرګندوي چې دویم پړاو ته د ټاکنو تلل حتمي دي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم غړیو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړو په اړه لا تبصره نه ده کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام