
د لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شوه. د دولت جوړوونکي ټیم مشر محمداشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په وړلو سره چې د ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه کېږي، د لومړنۍ پایلې ګټونکی اعلان شو او د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایو په وړلو سره چې ۳۹،۵۲ سلنه کېږي، دویم مقام خپل کړ.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لومړنۍ پایلې تر اعلان وروسته د لېندۍ په دویمه نېټه د شکایتونو د ثبت بهیر پیل کړ چې په پایله کې یې ۲۲۵۰۰ شکایتونه ثبت شول. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو له دې ډلې ۱۶۵۰۰ شکایتونه وڅېړل، خو د شکایتونو کمېسیون په استینافي پړاو کې ۶۲۰۰ شکایتونه د دغه کمېسیون په مرکزي دفتر کې وڅېړل شول.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې چې د شکایتونو په اړه یې کړې وه، لانجمنو رایو موضوع پر دوو برخو ووېشله. د دغه کمېسیون د پرېکړې له مخې، د ۱۳۷۶۳۰ شکمنو رایو له ډلې ۱۰ سلنه یې چې ۳۰۹ محلونه کېږي، ځانګړې پلټنې ته ولېږل شول او د له وخته بهر ۱۰۲۰۱۲ رایو له ډلې ۱۵ سلنه رایې چې ۱۱۰۳ محلونه کېږي، هم ځانګړې پلټنې ته ولېږل شوې. د ټاکنو کمېسیون له لوري د ځانګړې پلټنې له پای ته رسېدو وروسته چې د شکایتونو کمېسیون له ناخوښۍ سره مخ وه، د ولسمشري ټاکنو وروستۍ پایله اعلان شوه.
سلاموطندار د ټاکنو د لومړنۍ او وروستۍ پایلو په پرتله کولو سره موندلې چې د ټاکنیزو شکایتونو له نږدې دوو میاشتو هڅو او د زرګونو شکایتونو له څېړلو وروسته، په وروستۍ پایله کې یوازې ۴۵۳ رایې توپیر راغلی دی. په لومړنۍ پایله کې ټولّټال یو میلیون، ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې اعلان شوې وې، خو په وروستۍ هغې کې ۱ میلیون، ۸۲۳ او ۹۴۸ رایې اعلان شوې دي.
د ولسمشري ټاکنو د مخکښو نوماندانو له رایو نه په ترتیب سره د محمداشرف غني ۲۷۶ رایې، د عبدالله عبدالله ۱۴۹ او د ګلبدین حکمتیار هم یوه رایه کمه شوې چې د ټاکنو پر وروستۍ پایلې یې هېڅ اغېز ونه کړ.
په ولسمشري ټاکنو پر شمېرو شوې لانجې، مخینه لري. د تلې میاشتې په ۱۱مه په ولسمشري ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر ۲ میلیونه، ۶۹۵ زره او ۸۹۰ ښودل شوی و چې بیا د ټاکنو کمېسیون په یادو ټاکنو کې د کارېدلیو بایومټریک شویو رایو شمېر ۱ میلیون، ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې ومنلې.






