دوستم د غني له اړیکې وروسته؛ د درغلیو پایله نه منو

د ولسمشرۍ د ټاکنو د پايلو له اعلان يوه ورځ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د تلې د شپږمې ټاکنې ملي نه وې.

کرزي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي:« ما مخکې هم خپلکو ته وويل چې په داسې شرایطو کې د ټاکنو ترسره کول چې رڼې ونه شي، د بحران د رامنځته کېدو لامل کېږي. زموږ هېواد ضعيفوي او د سولې پروسه ګډوډوي.»

نوموړي په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون په اړه ويلي چې لږ ګډون د نه ملي‌توب ښکارندوي کوي.

کرزي زياته کړې، اوس مهال کې د سولې خبرې ښه ځای ته رسېدلي او اوس بايد له بل هر وخت نه يووالی ډېر اړين دی.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دغه ګوند د پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نور د دوی لپاره مشروعیت نه لري او دوی به د ټاکنیزې کودتا پر وړاندې ودرېږي.

دوستم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول‌شموله حکومت له تشکیله ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې په دې حساس پړاو کې چوپتیا به د تېرو څلوېښتو کلونو مبارزه تر پوښتنې لاندې کړي.

 دوستم خبرداری ورکړ چې دی به هېڅکله د ملت پر برخلیک معاملې ته اجازه ور نه‌کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل چې له ټولو افغان وګړيو او په ځانګړې توګه د شمال ختیځو ولایتونو له خلکو غواړي چې خپل والیان وټاکي او سر له سبا د بریا جنش ونمانځي.

د جنبش ګوند مشر دغه راز وویل چې په نږدې راتلونکي کې به له امریکایانو او زلمي خلیلزاد سره هم په شبرغان کې د سولې د خبرو په اړه ناسته ولري او زياته يې کړه چې هغه کسان دې خبر وي چې دوی له ناټو او امریکا ډاروي.

د افغانستان د ملي جنبش ګوند پلویانو په دې غونډه کې خبرداری ورکړ چې له درغلیو راوتلی حکومت نه مني او پر وړاندې یې له همدې نن ورځې سیاسي مشروع مبارزه پیلوي.

د افغانستان د ازادو ټاکنو بنسټ (ټیفا) هم په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې په بشپړه توګه نه دي عملي کړي او د ټاکنیزو ټیمونو له استازیو سره تر همغږۍ پرته یې په بېړنۍ توګه د ټاکنو پایله اعلان کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځه میاشتې ځنډ  وروسته پرون (سه‌شنبه) د ټاکنو په وروستۍ پایله کې هم محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

اړوند مطالب:

نبیل: د جمهوريت او ټول‌شموله حکومت د دفاع لپاره يې وسلې وېشلي

شنونکي: د ټاکنو د پایلو په اړه لانجو نړيوال چوپ کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام