ولسمشر غني د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه توشیح کړه

ارګ پرون اعلان وکړ چې ولسمشر دوویم مرستیال، د مرستو شریکولو شورا استازیو په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو او د هغوی د ځېنو نورو واکمنو استازیو، د سیاسي ګوندونو استازو، په ټاکنو پورې د اړوندو مدني بنسټونو استازیو او د عدلیې وزارت د تقنین مشر په حضور وروستۍ مشورتي غونډې کې د ټاکنو د قانون تعدیل طرحه تایید شوه.

یوه شپه وروسته، ارګ نن اعلان وکړ چې کابینې دغه طرحه یې تصویب کړې او مصوبه یې هم د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري توشیح شوې‌ده.

ورته مطالب:

د حکومت په لاس د ټاکنو قانون تعدیل، د ټاکنو بهیر کې لاسوهنه ګڼل کېږي

د ټاکنو کمېسیون ځو ځلې اساسي قانون، د ټاکنو قانون او ټاکنیز مهالوېش نقض کړی

د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه ناقصه ده

ولسمشر غني د کابینې غونډه کې وايي، د ټاکنو قانون تعدیل طرحه، د سیاسي قشر، د ولسمشرۍ نوماندانو، د ټاکنو نظارتي بنسټونو او د افغانستان د مدني ټولنې د اجماع پایله ده.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، اوسني وخت کې ـ چې د ولسمشرۍ راتلونکیو ټاکنو ته د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي ريیس عبدالله عبدالله په ګډون نوماندانو نوملیکنه کړې ـ د ټاکنو د قانون تعدیل، د افغانستان راتلونکې ته خطرناکه پایلې لرلی شي او دا د ټاکنو بهیر کې له لاسوهنې پرته بل څه نه دي.

د ټاکنو کمېسیون له مرستیالانو ذبیح‌الله سادات وايي، د ټاکنو قانون کې تعدیلات د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو کې د بې‌وخته ځنډ راتلو لامل هم کېږي.

له‌دې سره یو شمېر حقوقي کارپوهان هم په‌دې باور دي چې روانو شرایطو کې د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو راوستل، ناوړه پایلې له ځانه سره درلودی شي.

حقوقي کارپوه عبدالواحید فرزه‌يي وايي، اوسنیو شرایطو ته په پام، د ټاکنو کمېسیون صلاحیتونه محدودېږي او دغه راز د غوراوي کمېټه له منځه ځي. د ده په وینا، که‌چېرې دغه موارد تطبیق شي؛ د خبرې مفهوم دا دی چې د حکومت مشران یو ځل بیا د قدرات په راس کې او خلک به هم د هغوی په حصارت کې وي.

بلاخره، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ له څلورو ورځو عمومي ناستو وروسته،پرون دغه طرحه تایید او نن د ولسمشر غني له لوري توشیح شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام