ولسمشر: د ولسمشرۍ ټاکنو بیاځنډ نه منو

سږ کال د نوروز او ګل سرخ جشن د ولسمشر محمداشرف غني، یو شمېر وزیرانو، د ملي شورا غړیو، د ازبکستان او تاجکستان او ترکمنستان سیاسي او فرهنګي استازیو او زرګونو افغانانو په ګډون په ځانګړیو مراسمو په مزارشریف کې ونمانځل شو.

ولسمشر غني په یاده غونډه کې وویل چې په روان کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې یوه مهمه موضوع ده او د ټاکنو کولو نېټه باید بیا و نه ځنډېږي.

ولسمشر زیاتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته درناوی لرو، خو د ټاکنو بیا ځنډ نه منو.

د ښاغلي غني په وینا، سوله د ټولو افغانانو هیله ده او ۱۳۹۸ کال به په هېواد کې د سولې د تامین کال وي، خو په وینا یې دا سوله باید تلپاتې او له وینې تویېدلو پرته راشي.

ولسمشر ټینګار کوي چې سوله او ټاکنې یو د بل لازم او ملزوم دي؛ ځکه خلک په ټاکنو کې خپل راتلونکي ولسمشر ته واک ورکوي چې د سولې پروسه څنګه پر مخ یوسي او بریا ته یې ورسوي.

ولسمشريزې ټاکنې د میزان پر ۶مه نېټه کېږي

ایټوا: د ښو ټاکنو لپاره دې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي

غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت کېږي

ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنې لومړی د وري میاشتې په ۳۱مه وشي، خو د ټاکنو کمېسیون یاده نېټه د روان کال د چنګاښ ۲۹مې ته وغځوله. په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حواعلم نورستاني تېره ورځ مازدیګر اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د روان کال د تلې پر ۶مه نېټه وشي.

په همدې حال کې د بلخ والي محمداسحاق رهګذر له تېر یوه کال راهیسې په یاد ولایت کې د بیارغونې په برخه کې لاسته‌راوړنو ته د اشارې ترڅنګ، په بلخ کې د ناسم امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د بلخ والي د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ، هیله‌مندي ښيي چې روان کال به په هېواد کې د سولې راوستو کال وی.

د نوروز سږنی جشن داسې مهال په مزارشریف کې نمانځل کېږي چې د حکومت او عطامحمد نور ترمنځ لانجو سږ کال بلخ ته د تللیو خلکو پر کمیت سیوری غوړولی و او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په‌کې د خلکو شمېر کم و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام