
په تازه وختونو سره په خواله رسنیو کې داسې اسناد لاس په لاس کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بایومتریک له دستګاوو کار نهاخېستل ښيي. د کمېسیون دا تازه پرېکړه د ټاکنو د تعدیل شوي قانون پر خلاف ده.
د ټاکنو د تعدیل شوي قانون د ۱۹مې مادې په ۲ فقره کې راغلي: «کمېسیون د داسې تدابیرو په نیولو مکلف دی چې د ټاکنو بهیر د بایومتریک ټکنالوژي پهواسطه وشي.»
د ټاکنو ځېنې څارونکي په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د بایومتریک دستګاوو نه کارول قصدي عمل بولي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید سلام وطندار ته وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه د ټاکنو تعدیل شوي قانون خلاف او په قصدي ډول نیول شوېده.
ښاغلی رشید وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د هېواد ټاکنې بحراني خواته بیايي.
دی زیاتوي، که کمېسیون د بایومتریک دستګاوو د کارولو توانايي نهلري؛ بیا یې باید د ولسمشري ټاکنو د ترسره کېدلو زمان نه وروسته کولی.
د فیفا اجرایوي رییس وايي، د بایومتریک دستګاوو نه کارول او د تقویتي نوملیکنې بهیر نه پیلېدل د ټاکنو کمېسیون ناکامي ښيي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا تازه پرېکړه د سیاسي ګوندونو له غبرګون سره هم مخ شوېده.
د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی نور الرحمان اخلاقي سلام وطندار ته وايي، د بایومتریک دستګاوو نه کارول په ولسمشرۍ ټاکنو کې د فساد زمینه برابروي.
د ده په خبره، سیاسي ګوندونه پرېکنده پرېکړه لري چې ټاکنې به د بایومتریک په دستګاوو سره کېږي.
د ملي جنبش ګوند د هبرۍ غړي هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د قانون خلاف او غیرعملي کېدونکې بولي.
د دې موضوع په اړه مو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر اخېستلو هڅه وکړو؛ خو د دې کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي پهدې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې یا میزان میاشتې پر ۶مه نېټه وشي.
ورته مطالب:





