د غزني د ولسي جرګې ټاکنو پر سر د وکیلانو وېشلي نظرونه

په ولسي جرګه کې د غزني پخواني وکیلان او څو نور هزاره توکمه وکیلان وايي، په حوزوي ډول په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنو کول ناقانونه دي.

په ولسي جرګه کې د دایکندي استازی علی‌اکبر جمشېدي وايي، غزنی باید یوه حوزه پاتې شي، خو که ټاکنې یې حوزوي کېږي؛ نو جاغوري باید ولایت شي.

خو د ولسي جرګې ځینې نور وکیلان وايي چې هزاره وکیلانو د غزني د ټاکنو پر سر له میررحمان رحماني سره هوکړه کړې چې په وینا یې، وکیلان به د نوموړي د ریاست ملاتړ کوي او رحماني به یې په بدل کې په حوزوي توګه په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو کولو مخه نیسي یا به هم د یاد ولایت جاغوري ولسوالي پر ولایت بدلوي.

د ولسي جرګې غړی نصیب مقبل وایي، له ۷ کلونو راهیسې د غزني ولایت پښتانه او تاجیکان په ولسي جرګه کې استازی نه‌لري؛ نو باید په دغه ولایت کې حوزوي ټاکنې وشي او په‌دې سره نور قومونه هم په جرګه کې استازي پیدا کړي.

غزنی په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر مهال ۱۱ واړه هزاره توکمي وکیلان ولسي جرګې ته راغلل.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني یوشمېر اوسېدونکیو تر دې وړاندې په یاد ولایت کې د ټاکنو د حوزوي کېدو غوښتنه کړې وه چې همدا د ټاکنو پر سر ناندرۍ لامل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې له نورو ولایتونو سره یوځای په غزني کې هم وشي. دغه راز د غزني ولایت یوشمېر اوسېدونکیو پر ولایت باندې د جاغوري ولسوالي، خو یوشمېر نورو بیا د مقر ولسوالي د بدلېدو غوښتنه کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام