پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری

ولسمشر اشرف غني وايي، د پاکستان ګټه په‌دې کې ده چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او سوداګرۍ برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، که‌نه د تل لپاره به یو بې‌وزله هېواد وي.

نوموړي چې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د سي‌اېن‌اېن خبري شبکې له ویاند فرید ذکریا سره خبرې کولې وویل، افغانستان چمتو دی چې له پاکستان سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي، خو په وینا یې افغانستان د یوه ملت او دولت په توګه د ماضي هېرولو ته هم چمتو دی.

ولسمشر غني د نړیوال بانک شمېرو ته په اشارې وویل، که پاکستان پر اوسنۍ تګلاره روان وي، تر ۲۰۴۷ پورې به یو ډېر بې‌وزله هېواد شي، خو په وینا یې که بدلون راولي او په سیمه‌ییزه همکارۍ کې برخه واخلي، کېدای شي د منځنۍ کچې عاید لرونکی هېواد شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام