
د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال وايي، چې په پاکستان کې نیول شوي ۷ زره افغان کډوال پاکستان سره په تورخم کې له لانجې وروسته نه، بلکې د شاوخوا یو نیم کال په اوږدو کې نیول شوي دي.
زاخېلوال له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له لوړپوړیو پاکستاني چارواکیو سره خبرې کړي او دې پایلې ته رسېدلي، چې وروسته له دې به افغان کډوال نه ځورول کېږي.
د زاخېلوال د معلوماتو له مخې، د یو کال په اوږدو کې شاوخوا ۱۳ زره افغان کډوال افغانستان ته ستان شوي. د ده په خبره، د کډوالو د ستنېدلو له پاره باید لومړی په افغانستان کې هغوی ته استوګن ځای او کارو بار برابر او بیا ستانه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې هره ورځ له پاکستانه شاوخوا یو زر او ۸ سوه تنه کډوال راستنېږي.
د دې وزارت د مطبوعاتې سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، وازرت یې په یوه طرحه کار کوي، چې د کډوالو راستنېدلو ته د ژوند چاپېریال او اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند نادر فرهاد وایي، چې په راتلونکيو دوو اونیو کې به په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو ادارې، افغان چارواکیو او د پاکستان په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند ستونزې وڅېړي.
د کډوالو په اړه د پاکستان جدي والی وروسته له هغې نور هم زیات شو، چې دغه هېواد تورخم ته نږدې پر ډيورنډ کرښې تاسیسات جوړول، چې د افغان پوله ساتو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په پایله کې دواړو خواوو درنه جګړه وکړه.





