
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې طالبان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون په اړه د نظر اختلاف لري. د نوموړي په وينا، افغانستان کې د امریکا موجوديت طالبانو ته ګټه رسوي.
ټرمپ زياته کړې چې امريکا طالبانو ته پيسو پيدا کولو يوه لار ده او طالبان په افغانستان کې د امريکا له حضوره ډالر ګټي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ په يوه ټوېټ کې د امریکا د والستریټ ژورنال د مقالې په ځواب کې کړی چې د افغان جګړې په اړه یې د ټرمپ پر تګلارې نیوکه کړې وه.
ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټري پیغام کې د افغانستان په اړه له خپلې تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې امریکا ۱۹ کاله په افغانستان کې پاتې شوه خو اوس هلته د امریکايي ځواکونو شمېر په کمېدو دی.
ټرمپ ويلي چې امريکايي ځواکونو افغانستان کې يوارې د پوليسو رول لوبولی دی.




