«افغان حکومت به د سولې په مذاکراتو کې ځواکمن ځای ولري»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دغه هېواد د سنا جرګې د لګښتونو په کمېټه کې د یوې غونډې پر مهال وویل، افغان حکومت به له طالبانو سره په هر ډول خبرو اترو ښه ځواکمن ځای ولري.

مایک پمپیو وویل، د هغو هېوادونو ګټې به چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې لري، وساتل شي او امریکا به دا ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د داعش او القاعدې پر ځاله نه بدلېږي.

پمپیو زیاتوي، که طالبان یو ځل بیا په افغاني ټولنه کې جذب شي، دا کار به د طالبانو د شرایطو له مخې نه، بلکې د امریکا د شرایطو له مخې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د سنا جرګې د لګښتونو کمېټې د رییس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی (د بهرنیو چارو وزیر) یادې کمېټې ته دا ډاډ ورکولای شي چې افغان حکومت به د سولې په خبرو اترو کې ځواکمن ځای ولري؟ وویل، دا خبرې اترې به د افغان حکومت په رهبرۍ او محوریت وشي.

اړوند مطالب:

دانش: هېڅکله سوله په سوال نه غواړو

غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لپاره حیاتي دي

غني طالبانو ته په خطاب: د نورو جنګ ته دیني ریښه پيداکول پېرودونکي نه‌لري

غني: زه شاه‌ شجاع او یعقوب‌خان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام