لوی څارنوال: خلک لا هم په عدلي او قضايي بنسټونو بې باوره دي

دغه مطلب لوی څارنوال محمد فرید حمیدي نن کابل کې "د افغانستان خلکو له پاره د لوی څارنوال ژمنې"  ترنامه لاندې یوې خبري غونډې ته څرګند کړ.

حمیدي وویل، افغان ځوانان هره ورځ د ناامنیو له مله د ترهګرۍ پر ضد د خاورې او خلکو دفاع په موخه قرباني ورکوي، خو عدلي او قضايي بنسټونو بیا د عدالت او قانون د پلي کېدو په برخه کې د خلکو باور نه دی ترلاسه کړی.

لوی څارنوال ټینګار وکړ، چې د عدالت، امنیت پيلي کېدو کې باید اوږه په اوږه مخ ته لاړ شو.

په ورته وخت کې محمد فرید حمیدي نن ۴۰ څارنوالان د مرکز په ګډون یو شمېر ولایتي او اختصاصي څارنوالیو ته ور وپېژندل.

حمیدي زیاته کړه، هېڅ لوړ پوړي چارواکي د جرم پر وخت لویې څارنوالۍ ته د بښلو وړ نه دی، که چېرې په څارنوالۍ کې د کوم لوړ پوړي چارواکي تحقیق پاڼې له پاره اړیتا پیدا شي؛ پولیس به یې په چټکۍ سره مجرم چارواکی څارنوالۍ ته حاضروي.

ده همداراز وویل، چې په همدې موخه یې کورنیو چارو وزارت سره تېره ورځ هوکړه لیک هم لاسلیک کړی او ټينګار کوي، چې هېڅ شخص له قانونه پورته نه دی.

د چارواکیو په خبره، د فساد پر ضد مبارزه د حکومت په لومړیتوب کې ځای ده؛ نو له همدې امله ډېر ژر به د فساد پر ضد یو عدلي او قضايي مرکز جوړ کړي.

دوی دا هم وايي، چې په دغه مرکز کې ځانګړې څارنوالي، د پولیسو په همکارۍ د فساد پر ضد دقیق اجرات او ګړندۍ مبارزه کوي.

لوی څارنوال زیاتوي، چې پولیس او لوی څارنوالان په ګډه سره مجرمو کسانو ته د خپلو حقونو د فاع په موخه عامه پوهاوی ورکوي او هڅه کوي، چې بې ګناه کسانو ته جزا ورنه کړل شي او مجرم له قانونه لرې پاتې نه شي.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام