یو ځل بیا به په روانه اونۍ کې د حزب اسلامي پلاوی کابل ته راشي

ارشیف: د حزب اسلامي ډلې د پخواني پلاوي د خبرو اترو د وخت انځور دی

د ګلبدین حکمتیار پر مشرۍ د حزب اسلامي ویاند وايي، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې به د دوی د حزب یو پلاوی د سولې خبرو اترو د دوام له پاره کابل ته راشي او له افغان چارواکیو سره به د دواړو لوریو ترمنځ سولې ته د رسېدو په اړه خبرې وکړي.

په پاکستان کې د دې ګوند ویاند غیرت بهیر سلام وطندار ته وویل، چې د سولې د خبرو په تړاو به د امین کریم پر مشرۍ د دې حزب یو څلور کسیز پلاوی د روانې اونۍ په اوږدو کې کابل ته سفر وکړي او د سولې د خبرو د دوام په اړه به بحث وکړي.

دوی د سولې ته د مقابل لوري د لېوالتیا په اړه په تمه دي.

د بهیر پر وینا، دوی هیله من دي، چې د سولې په اړه دا ځلي خبرې یوې مثبتې او مطلوبې نتیجې ته ورسېږي او تمه لري، چې د دواړو لوریو ترمنځ په کېدونکي تړون کې ګونګوالی نه وي.

د ده په خبره، د ناسمو تعبیرونو نه د خلاصون له پاره باید دا موافقه ابرومنده، عادلانه او په انصاف ولاړه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي هم تاییدوي، چې حزب اسلامي بیا ځلي خبرو ته زړه ښه کړی دی.

د دې شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم وايي، چې ښايي د حزب اسلامي پلاوی په راتلونکیو دوو ورځو کې کابل ته راشي. سلیم تمه ښيي، چې د سولې په تړاو به د حزب اسلامي نوي وړاندیزونه څه وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی محمد یونس فکور وايي، چې د ګلبدین حکمتیار پر مشرۍ حزب اسلامي ګوند په حکومت کې دننه هم مخالفان لري او هم پلویان، خو پر وینا یې، د حزب اسلامي مخالفان هڅه کوي، چې د حزب او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې ناکامې کړي. د ده په باور، په خپله د حکمتیار له هڅو داسې معلومېږي، چې سولې ته ډېر لېوال دی.
د ده په خبره، ښايي د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله هغه پلویان چې څوکۍ نه دې ور رسېدلي؛ د ده په راتګ د عامو ذهنونو په خرابولو سره نوي اختلافات راپیدا کړي.

له دې مخکې هم د حکمتیار پر مشرۍ د حزب اسلامي ګوند او افغان حکومت ترمنځ خبرې شوې وې او د خبرو په پایله کې حکمتیار ته یو تړون هم وړاندې شوی و، خو په تړون کې د ځېنو وړاندیزونو پر سر نه جوړجاړي دغه پروسه ځنډولې وه، چې له څه مودې وروسته یو ځل بیا په دې اړه د نوي شین څراغ څرک لیدل شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام