
اجرایوي ریاست وايي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پاره یې نوې طرحه جوړه کړې او ولسمشرۍ مانۍ ته یې لېږلې ده.
د اجرایوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، چې د دې طرحې له مخې به د برېښنايي تذکرو تر څنګ هېوادوالو ته یو بل کارت هم ورکړل شي، چې د یو شخص ټولې ځانګړنې په کې لیکل شوي وي.
د فیصل په وینا، دغه طرحه د مرستندویو بنسټونو د منلو وړ ګرځېدلې او د ټولو اختلافي برخو له پاره د حل لار لري.
د برېښنايي تذکرو وېش لړلۍ د قومي مشخصاتو پر سر لانجمنه شوه او د وېش چارې یې پاتې شوې.
په ورته وخت کې د تذکرو د وېش ځنډ له امله مرستندویو بنسټونو هم له مالي لګښت نه په شا شول.

وروسته له هغه چې دغه اداره له مالي ستونزو سره مخ شوه، زیات شمېر مامورین یې له دندو لرې کړل، چې دغو مامورینو د لاریون په ترڅ کې د حکومت دغه کار وغندلو او حکومت ژمنه ورکړه، چې د تذکرو د بیا وېش په وخت کې به خپلو چارو ته وروبلل شي.
د تذکرو د وېش ادارې ځېنو پخوانیو مامورینو نن (چهار شنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ټاکل شوې دغه اداره نوي مامورین ونیسي او نیوکه یې وکړه، چې دغه کار د قانون خلاف دی.
د دې ادارې پخوانی مامور اسدالله عزیز وايي، په هغه صورت کې چې د برېښنايي تذکرو د وېش چارې بیا پیل شي، د کار قانونو د ۲۱، ۲۲ او ۲۷ مادې پر اساس باید پخواني کارکوونکي بیا وګومارل شي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې وزارت کې کاري فرصتونه ټولو ته یو شان دي او هر هېوادوال کولی شي، چې له دې کاري فرصتونو ګټه واخلي.
صدیقي وايي، د تذکرو وېش ادارې پخواني مامورین کولی شي، د قانون له مخې خپلې دندې تر لاسه کړي.
د برېښنايي تذکرو وېش د ولسمشر غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله تر منځ د شوې سیاسي هوکړې یوه ماده وه؛ چې په ولسي جرګه کې د قومي هويت د لیکلو په سر لانجې د وېش کارونه وځنډول.
اوس پوښتنه داده، چې نوې وړاندې شوې طرحه به وکولی شي، چې دغه لانجمنه مسله حل کړي؟





