مشرانو جرګې او ځېنو سیاسي ګوندونو د وارسا له غونډې ملاتړ وکړ

د افغانستان نوي ملي جبهې ګوند او د مشرانو جرګې ځېنو غړیو د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو هېوادونو او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکیو له غونډې ملاتړ وکړ.

سناتورانو وویل، چې د دې غونډې پرېکړې له هر پلوه د افغانستان له پاره يوه لاسته راوړنه ده او دا د افغان امنیتي ځواکونو د مورال لوړولو په برخه کې هم اغېزمن تمامېدای شي.

مشرانو جرګې وویل، چې د افغانستان دښمنان اوس دې نتیجې ته ورسېدل، چې نور د دوی وړاندوینې نتیجه نه شي ورکولی.

دوی زیاته کړه، چې افغان حکومت هم باید د نړېوالو پر وړاندې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د جرګې غړي باقي بریال وویل، چې د ناټو غړو هېوادونو مرستې د افغانستان له پاره اړينې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان لوړ پوړي چارواکي باید د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او ټولې کړې ژمنې باید عملي کړي.

په همدې حال کې یو شمیر سناتورانو د وارسا په غونډه کې د ولسمشر د وینا ملاتړ وکړل.

دوی وویل، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې دا لومړی ځل و، چې په داسې يوه نړیواله غونډه کې د افغان ولسمشر له خوا پر پاکستان نیوکې کيږي، چې دغه هېواد د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنې کوي او له تروریزم ملاتړ کوي.

ځينې نورو بیا ویل، چې نړېواله ټولنه باید د خپلو مرستو پرځای په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

له بل لوري د افغانستان نوي ملي جبهې هم په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان په اړه د وارسا د ناستې له پريکړې ملاتړ کوي.

د یادې جبهې مشر انوار الحق احدي وویل، د ملي یووالي مشران باید پوه شي، چې د حکومت اعتبار په ټولنه کې ډېر کم شوی او د مشروعیت کړکيچ يې هم زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کړکېچ له منځه وړلو په برخه کې جدي اقدام نه کول به سیاسي ټيکاو تر ستر ګواښ لاندې راوړي.

نوموړي د ناټو مرسته د افغانستان په ګټه و باله او زیاته يې کړه، چې له افغان ځواکونو د نړېوالو مالي ملاتړ به د افغانستان دولت او خلکو نه ښه دفاع وکړي.

سره له دې، چې د افغانستان نوې ملي جبهې د وارسا د غونډې پایلې د افغانستان په ګټه بولي، خو د ملي يووالي حکومت ته دا په ډاګه کړه، چې حکومت مشروعیت د خلکو له ملاتړه ترلاسه کوي نه د مرستندویو هېوادونو له ملاتړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام