علومي: افغان امنیتي ځواکونو کې جاسوسان ځای نه لري

د کورنيو چارو وزیر نور الحق علومي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګوندې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې دې جاسوسان ځای ولري.

هغه وايي، که چېرې دوی د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د جاسوسانو څرک هم و ويني، نو بې له ځنډه به ورسره قانوني چلند وکړي.

همدارنګه نوموړي د کورنیو چارو وزارت او اروپايي اتحادیې ترمنځ د مرستو هوکړه لیک په کنفرانس کې رسنیو ته وویل، چې  که پخوا د حکومتي چارواکو له لوري داسې څرګندونې شوي وي، نو دا د هغو په شخصي څرګندونو پورې اړه لري.

علومي په داسې حال کې دا شان څرګندونې کوي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د نوي حکومت په لومړيو کې د افغانستان کورنيو چارو پخوانی وزیر د خپلې دندې د پای څخه يوه ورځ وروسته د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په عمومي غونډه کې وویل، چې اوس هم په امنيتي بنسټونو کې د بهرنيو هېوادونو جاسوسان فعال دي او ناامنيو ته لمن وهي.

داودزي هغه مهال نه د هېواد او نه هم په امنيتي ځواکونو کې د جاسوسانو نوم واخیست.

علومي وویل، جاسوس هغه چا ته ویل کیږي، چې ایمان، اراده او د ملي ګټو د ساتلو او دفاع سپېڅلي عظم او موخه ونه ولري، چې په وينا يې افغان ځواکونه له دغو خصوصياتو پاک دي.

د غونډې په پای کې د افغانستان او اروپايي اتحاديې ترمنځ د افغان پولیسو سره د مرستو کولو په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د راپورونو له مخې دغه اتحادیه به د هوکړه ليک پربنسټ د تر ۲۰۱۷ م زېږدیز کاله پورې د پولیسو په مسلکي کولو، له عدلي او قضايي ارګانونو سره د پولیسو مرسته کول، په حسابونو کې د روڼتیا او نورو برخو کې د کورنیو چارو وزارت ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام