یوناما: بین‌الافغاني خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه پیل شي

سره له دې چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې له مخې یې ټاکل شوې وه د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې نن په قطر پیل شي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، تېره ورځ یې په دوحه کې له طالب استازیو سره د بین‌الافغاني خبرو په تړاو خبرې کړي او د افغانانو ترمنځ خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه د یاد هېواد په پلازمېنې دوحه کې پیل شي.

یوناما د بین‌الافغاني خبرو لپاره د باور فضا جوړولو په موخه د تاوتریخوالي کمېدل اړین بللي او ویلي یې دي چې دوی د دغو خبرو ملاتړ کوي.

دا داسې مهال دی چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي یوشمېر غړیو پرون وویل چې بین‌الافغاني خبرې تر یوې نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري سلام‌وطندار ته ویلي چې د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل په اړه چې په رسنیو کې پر کومې نېټې بحث شوی، رسمي نېټه نه وه او دوی به له طالبانو سره له همغږۍ وروسته دا نېټه اعلان کړي.

د نوموړې په وینا، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه چې ولسمشر کوم فرمان صادر کړی، تر اوسه یې ۸۰ هغه خوشې شوي او پاتې طالب بندیان به د تخنیکي او حقوقي پړاوونو له بشپړولو وروسته خوشې شي.

په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي وایي چې بین‌الافغاني خبرې اترې باید نن پیل شوې وای، خو په وینا یې، ځینې هېوادونه په لوی لاس نه غواړي چې دا خبرې ژر پیل شي.

د چارو شنونکی محب‌الله شریف وايي، د پردې تر شا داسې څه شته چې په منظم ډول د خبرو د پیلېدو مخنیوی کوي، خو په وینا یې، که ژر وي یا وروسته، خو دا خبرې به هرومرو پیلېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ژرترژره د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل غوښتنه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې فرانسې د ۴ سوو خوشې کېدونکو طالب بندیانو په ډله کې چې طالبان یې د خبرو پیلولو لپاره مهم شرط بولي، د یوشمېر هغو له خوشې کولو سره مخالفت کړی دی.

وسله‌والو طالبانو بیا تېره ورځ په یوې خبرپاڼه کې د ټولو طالب بندیانو نه خوشې کول، د سولې خبرو پیلولو پر وړاندې خنډ جوړول بللي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام